انځوریز رپوټ: د هرات ارگ یا اختیارالدین کلاء
په دې انځوریز رپوټ کې تاسې کولې شي د افغانستان په هرات ولایت کې هغه لرغونې ودانۍ چې د هرات ارگ یا اختیارالدین کلاء یې بولي مختلفې برخې ووینۍ.
هرات یو تاریخي ښار دی او ډیر لرغوني آثار لري. دغه کلاء (د هرات ارگ) هم د ښار په شمالي برخه کې موقعیت لري.
دغه کلاء په ۵۰۰۰ متره مربع ساحه کې د سکندر مقدوني په وخت کې جوړه شوې ده.
د هرات ارگ یا اختیارالدین کلاء تر ټولو لوړه نقطه ۲۰ متره لوړوالې لري.
دغه تاریخي بنا چې خام خښتې څخه جوړه ده ۱۳ برجونه لري.
له هرات ارگ یا اختیار الدین کلاء څخه په دې وروستیو کلونو کې د هرات ښار د موزیم په توگه هم استفاده شوې ده.
د هرات ارگ د بیارغونې چارې د امریکا متحده ایالاتو په مالي مرسته له نن څخه شپږ کاله مخکې ترسره شوې دي.
د هرات اختیارالدین کلاء د ۱۵۰۰ کلونو په شاوخوا کې تاریخ لري.
دغې تاریخي ودانۍ د افغانستان د کورنۍ جگړې پر مهال ډیر سخت زیان لیدلې او د وسلو او مهماتو په زیرمتون اوختې وو.
انځورونه
1 | 8انځورونه