انځورونه: په نيپال کي د نوي زلزلې ویجاړۍ
په نیپال کې ډیری خلک تر اولي زلزلې وروسته بیرته خپلو کورونو ته ستانه شوي ول او د ویجاړو شویو کورونو په بیا رغاولو یې لاس پورې کړې وو. خو تر لومړۍ زلزلې دوې نیمې اوونۍ وروسته نېپال یوې بلې زلزلې ولړزاوه.
زاړه ټپونه لا نه ول رغېدلي چې نیپال یوې بلي زلزلې ولړزاوه. د سه شنبې په ورځ ۷،۳ درجې زلزلې یووار بیا کورونه ویجاړ کړل او لږ تر لږه ۷۰ تنه یې ووژل. له ۱۸ ورځو راهیسې خلک د زلزلو له کبله په ډار کې دي.
د سه شنبې د ورځې زلزلې ډیر هغه کورونه چې تر مخه زلزلې ویجاړ کړي ول، لا پسې ونړول. بالاخره دغه کورونه راگړوب سول. په انځور کې په کتمندو کې يو کور لیدل کیږي. د زلزلې مرکز له پلازمینې کتمندو څخه ۷۰ کیلومتره وړاندې وو.
اوس د دغه هیواد ډیر اوسیدونکي تر ترپالونو لاندې د پنا په لټه کې دي. خلک له هغو کورنو او ديوالونو څخه چي د نړيدو امکان يې وي ليري ځي. په زرونو کسان د زلزلې د ډار له کبله تر شنه آسمان لاندې شپې سبا کوې.
په نیپال کې تر لومړۍ زلزلې کابو درې اوونۍ وروسته هم په زرونو نیپالیان په خیمو کې ژوند کوي. د اپریل میاشتې پر ۲۵مه نېټه ویجاړونکي زلزلې ډیر شمیر کورونه او کلتوري میراثونه ونړول او نزدې۸۰۰۰ انسانان ووژل شول.
اوس یووار بیا تر خرابو لاندې د ژوندي پاته شوو او مړو شوو کسانو لټون کیږي. د نیپال د پوځ ژغورونکي کسان د خرابیو د لیرې کولو په هڅه کې دي، څو یو ځوان وژغورل شي.
د سه شنبې د ورځې تر زلزلې د مخه لا ډیری کورنۍ د اړینو موادو له کمښت سره مخامخ وې. د بهگتاپور ښار د څښاک د پاکو اوبو له کمښت سره مخامخ دی. دغه ښار په اپریل میاشت کې د رامنځ ته شوې زلزلې له کبله کابو ۴۰ سلنه له منځه تللی او اوس نوي زلزلې بیا زیانمن کړ.
دغه زلزله د نیپال په گاونډیو هیوادونو بنگله دیش او هند پورې محسوسه شوې ده. خو تر ټولو زیات زیان یې نیپال ته اړولی دی. په کتمندو کې دغه ښځې د یوه دوست ویر کوي چې د سه شنبې په ورځ زلزله کې تر یوه دیوال لاندي شو.
سړکونه چې اېله د ترافیکو پر مخ خلاص شوي ول، اوس یووار بیا د تگ وړ نه دي. په ډېرو درو کې د ځمکې ښویدنې پیښې رامنځ ته شوي دي. اړینو کسانو ته مرستې د څرخۍ الوتکو په واسطه رسول کیږي. د آلمان سور صلیب غواړي چې د همالیا دغي سیمې ته نوري ۴۰ ټنه مرستي واستوي.
په می میاشت کې په هماليا کې د سیلاني توب اصلي موسم وي. خو د اپریل میاشتې د زلزلې له کبله د واوري ښویدنې په پایله کې د ۱۸ کسانو تر وژل کیدو وروسته اوس د ماونټ ایورسټ لوړې څوکې ته د ختو چاري ځنډیدلي دي. د سه شنبې د ورځې زلزلې مرکز هم له ماونټ ایورسټ څخه لیرې نه وو.