انځورونه: د لندن تروريستي پېښې
لومړی د يوې «پېښې» څخه يادونه وشوه. يو څو ساعته وروسته څرګنده شوه چې مړي هم شوي وو او د لندن ښاروال بيا له يوه «بربري بريد» څخه خبرې کولې. د لندن د تروريستي بريدونو د پېښو انځورونه دلته کتلی شئ.
د امنيتي ځواکونو بيړه
له ټول ښار څخه پوليس راټول شول چې په ځغاسته د پېښې ځايونو ته ورسېدل. د پوليسو د ماموريت همغږي ښايي د تروريزم ضد پلانونو له مخې شوې وي.
د پله د پاسه رڼا، خو چوپتيا
پېښه د لندن د پله د پاسه شروع شوه. داسې ويل شوي دي چې يو سپين باروړونکی موټر د پلو کسانو په يوه ډله ورغلی وو. په دغه وخت کې يې لا انګيزه څرګنده شوې نه وه.
پوليسو له څرخي الوتکو او کښتيو څخه کار واخيست
د پوليسو څو څرخکې د لندن د پله د پاسه کوزې شوې. پل تخليه شوی وو. د بورو په مارکېټ کې هم د يوې «پېښې» خبر ورکړل شو. وروسته بيا د پوليسو کښتۍ هم وليدل شوې چې په قربانيانو پسې يې لټون ګاوه.
په بيړه کې د جامو بدلول
له خبرداري وروسته بيړه حاکمه وه. د پوليسو واحدونه د لندن پله ته ولېږدول شول. ځينو يوازې هلته فرصت وموند چې د مرميو ضد واسکټونه واغوندي.
بورو مارکېټ: پر رستورانت باندې چاپه
د «بلو آيد مېډ» په نوم رستورانت د بورو مارکېټ په ساحه کې پروت دی. پوليسو هلته تلاشۍ وکړې وروسته له هغه چې د چړو د بريدونو خبر ورغلی وو. دا چې څومره مرګ ژوبله اوښتې وه، لا څرګنده نه وه.
پورته کړي لاسونه
د پوليسو امرونو ته بايد دغو پلو کسانو هم غاړه ايښې وای. هغوی لاسونه پورته کړل او له صحنې لېرې شول. د عامل او قرباني تفريق لا د امنيتي ځواکونو له پاره اصلي ننګونه وه.
د ډار او وېرې شېبې
هغه پلي کسان چې پوليسو د لندن په زړه کې ژغورلي ول، ورو ورو پوه شول چې د ژوند جدي خطر ورته متوجه شوی وو. يوه عيني شاهد د بي بي سي چېنل ته وويل چې عاملينو په چړو بريدونه کول.
د قربانيانو شمېر نه وو په ګوته شوی
يوازې د شنه سهار په موده کې د وژل او ژوبل شوو په اړه معلومات راووتل. لومړی نهه تنه مړه شوي ول، يعنې درې واړه بريدګر او شپږ تنه عادي خلک. په عکس کې د لومړنۍ طبي مرستې صحنه ليدل کيږي.
په ښار کې بېړنی حالت حاکم وو
د بورو مارکېټ سيمه د سيلانيانو او د لندن د اوسېدونکو له پاره د مېلې ځای وي. په دغه شپه د پوليسو د موټرو څراغونه او غږونه موجود وو. ډېرې لارې او کوڅې بندې شوې هم وې.
په ځان پورې تړلې بوشکه
په ټولنيزو رسنيو کې دغه عکس هم خپور شو: هغه ښايي يو بريدګر وي چې په ډزو وژل شوی دی. په خپل بدن پورې يې بوشکه تړلې ده. بي بي سي هم دغه عکس خپور کړی دی. د پېښې په اړه تائيد شوي معلومات لا موجود نه ول.