1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

انوشکا او ویرات د ژوند نوی پړاو پیل کړ

۱۳۹۶ آذر ۲۱, سه‌شنبه

د هند د کرکیټ لوبډلې کپتان ویرات کوهلي او د بالیووډ مشهوري ستورې انوشکا شرما، د ایټاليا په میلان ښار کې واده وکړ. هغوی پر ټویټر باندې د خپل واده انځورونه خپاره کړي دي.

https://p.dw.com/p/2pDaT
Italien Florenz Cricket-Spieler Virat Kohli heiratet Schauspielerin Anushka Sharma
انځور: IANS

د ویرات کوهلي او انوکا شرما د مینې کیسې هر چا کولې، خو په تیرو وختونو کې د دواړو تر منځ د واده ګونګوسي هم د ورځپاڼو سر لیکونه جوړول. خو د دوشنبې په ورځ د ایټاليا له میلان ښار څخه ویرات کوهلي او انوکا شرما د ټولنیزو شبکو له لارې د انځورونو په خپرولو سره خپل واده تائید کړ.

انوشکا او ویرات د ټویټر په ټولنیزي شبکې د خپل واده په اعلان کولو سره ولیکل: «موږ نن د تل له پاره یو له بل سره د مینې په تړون کې د پاتېدو ژمنه وکړه.» دغې نوې جوړې د خپل ژوندن په خوږه ورځ د خپلو خپلوانو، دوستانو او مینه والو څخه مننه هم کړې ده.

د هند تر ټولو زیات خوښونکي دغې جوړې د واده مراسم د خپلو خپلوانو په حضور کې د هندوانو د مراسمو له مخې تر سره شول.

انوشکا او ویرات د خپل واده مراسم خپله شخصي مسله یاده کړې ده. خو د واده د ډوډۍ ورکولو ترتیبات نیول شوي دي. لومړۍ ملمستيا په ممبي کې د د دسمبر میاشتې په ۲۱مه نیټه د نزدې خپلوانو له پاره په پام کې نیول شوې ده او د دسمبر د ۲۶مې نیټې په میلمستیا کې به د بالیووډ مشهور ستوري او همداشان د کرکیټ لوبغاړي به ګډون وکړي.

د بالیووډ مشهور لوبغاړو هم دواړو ته د واده مبارکي ویلي ده.

د کرکیټ د نړۍ مشهور توپ وهونکي سچن ټنډولکر هم دغې نوې جوړې ته مبارکي ویلي ده.

AG(S.R/N.Z)

زموږ له ارشيف څخه: