انور جګدلک د کندوز د نوي والي په توگه وټاکل سو
۱۳۸۹ دی ۱۱, شنبهد کندوز ولایت د روان هجري لمریز کال د تلې میاشتې له نیمایې را هیسې والي نه درلود. د نوموړي ولايت پخوانی والي انجینیر عمر وو چې دمیزان میاشتې په شپاړسمه نیټه د تخار په ولایت کې په یوه ځانمرګي برید کې چې په یوه جومات تر سره سو ووژل سو.
د کندوز ولایت امنیتي حالت په دې ورستیو کې کړکیچن سوی دی او پخواني والي څو څو ځله دغلته د بهرنیو هیوادونو د چریکانو د شتون خبره کوله. استخباراتي رپوټونه کاږي چې په کندوز ولایت کې د منځنۍ آسیا هیوادونو یو شمیر جنګیالي له طالبانو سره په لیکو کې لیدل کیږي.
له تیرو څو میاشتو راهیسې شاوخوا هره ورځ له کندوز ولایت څخه د جنګ جګړورپوټونه ورکول کیږي. نن سهار د ناټو له قوماندانۍ څخه یوه خپره سوي خبر پاڼه کاږي چې د طالبانو یو مهم قوماندان یې په چهاردرو ولسوالۍ کې وژلی او د هغه ځیني ملګري یې نیولي دي.
د کندوز ولایت ته پر داسي محال نوی والي ټاکل کیږي چې دمګړۍ طالبانو د افغانستان له جنوبي ولایتونو شمال ته مخه کړي ده. د افغانستان د سیمیزو ارګانونود خپلواکې ادارې پر وینا چې نوی والي انور جګدلک به ډير ژر په کندوز ولایت کې په دنده پیل وکړي.
جګدلک تر دې دمخه په پارلماني چارو کې د دولت دوزیر او له هغه دمخه د ملي المپیک د کميټې مشرې پر غاړه وه.
که څه هم نوموړي په تیرو څو کلونو کې په بیلا بیلو لوړو څوکیو دنده تر سره کړي خو داسي ویل کیږي چې د کندوزولایت امنیتي حالت اوس تر بل هر وخت ډیر پیچلی شوی او دا به هغه ته ګرانه وي چې د ولایت امنیت د پخوا په څير خوندي کړي او یا هم ورته لږ تر لږه د پام وړ سمون ورکړي.
ميرويس جلالزی
کتونکی: احمدولي اڅکزی