1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآسیا

اميتاب بچن: کرونا په کويد۱۹ اخته کړی يم

۱۳۹۹ تیر ۲۲, یکشنبه

۷۷ کلن هندی ايکټر اميتاب بچن او د هغه زوی ابهيشک بچن د کرونا ويروس له کبله په کويد ۱۹ اخته سوي دي. د نوموړي د تويتر پيغام له مخي د کورنۍ ټول غړي او کارکوونکي يې هم تېست کړي دي.

https://p.dw.com/p/3fBEp
Hochzeit Indien Isha Ambani Anand Piramal
انځور: AFP/Getty Images/S. Jaiswal

د هند د فلمي نړۍ ستوري اميتاب بچن د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۰ کال د جولای ۱۱مه) خبر ورکړ چي د کويد ۱۹ په ناروغۍ اخته سوی دی. د نوموړي زوی ابهيشک بچن هم د کرونا ويروس په معاينه کي مثبت تيست سوی دی. نوموړی د ممبی ښار په ناناواتي نومي روغتون کي بستر سوی خو د ناروغۍ علايم يې نرم بلل سوي دی.

اميتاب بچن پر خپله تويتر پاڼه په پيغام کي ليکي چي د کورنۍ او کاريګرو څخه ټولو هغو کسانو يې هم د کرونا تيستونه کړي چي په تيرو لسو ورځو کي ورسره په نژدې تماس کي راغلي دي. زياته سوې چي د دغو کسانو د تيست پايلې لا نه دي راغلي.

د ځايي رسنيو د راپورونو له مخي د اميتاب بچن د مېرمنې جيا بچن او د هغه د مږور ايشوريا رای بچن د کرونا تيستونه منفي راغلي دي.

د اميتاب بچن د مبتلا کېدو په هکله اټکلونه

د اميتاب بچن له لوري د خپلي ناروغۍ د اعلان کولو وروسته په ټولنيزو رسنيو کي په دې هکله زياتي مفروضې او اټکلونه لاس پر لاس سول چي نوموړي او د هغه زوی ته کرونا په څه ډول سرايت کړی دی.

اميتاب بچن د «کون بنے گا کڑوڑپتي» (څوک به مليونر سي؟) تلويزيوني خپرونې د چمتووالي نيوني په مقصد په خپل کور کي د اړوند پروګرام د ډلې سره ناسته لرلې وه. ابهيشک بچن بيا د دبينګ له پاره د ږغ ثبتولو په مقصد په ممبی کي يوې ستوديو ته تللی ؤ.

د ناناواتي روغتون ډاکټرانو د «انډيا ټوډې» په نوم ځايي رسنۍ سره د خبرو پر وخت ويلي چي اميتاب بچن د تنفس يا ساه اخيستلو سره تکليف احساساوه او له دې کبله د هغه د کرونا تيست وکړل سو.

خو د روغتون ډاکټرانو ويلي دي چي دغه روغتون به د بچن د روغتيا په تړاو معلومات د خلکو سره نه شريکوي بلکه د بچن کورنۍ به دغه کار کوي.

په مليونونو مينه لرونکی ممثل

اميتاب بچن تر نيمي پيړۍ څخه زيات وخت په هندي فلمي نړۍ کي کار کړی دی. هغه تر ۲۰۰ څخه زياتو فلمونو کي د ممثل په توګه راڅرګند سوی دی. هغه په ۱۹۷۰ کالونو کي زښت مشهور سو او په هکله يې ويل کيږي چي لومړی ممثل دی چي په هندي فلمونو کي يې د «قهرجن ځوان سړي» يا (angry young man) کردار رامنځ ته کړ.

اميتاب بچن په ۱۹۸۴ کال د لنډې مودې له پاره سياست ته مخه وکړه چي د خپل نژدې ملګري او د اندراګاندي د زوی، راجيو ګاندي ملا وتړي. نوموړي په ۲۰۱۳ کال د هاليوډ په (The Great Gatsby) فلم کي هم راڅرګند سو، البته په لنډه توګه.

اميتاب بچن په ۲۰۱۵ کال وويل چي له ۲۰ کالو راهيسي له هيپاتيتس بي څخه کړيږي او دا چي د خپلې اينې ۷۵ سلنه يې د يادي ناروغۍ له کبله له لاسه ورکړې ده.

Filmszene mit Vinod Khanna
د امر، اکبر انتوني فلم منظره چي پکښي وينود کهنه او اميتاب بچن ليدل کيږيانځور: Imago Images/Prod.DB

اميتاب بچن چي د خپل تمثيلي کارونو او سابقې له پاره زيات مينه وال لري، په تير نژدې وخت کي هغه وخت د زياتو نيوکو سره مخامخ سو، کله چي يې د کرونا او کويد۱۹ په تړاو شخړيزي څرګندونې وکړې. پر هغه تورونه ولګول سول چي ګواکي د کرونا په هکله ناسم معلومات خپروي.

اميتاب بچن په مارچ مياشت کي وويل چي د ګواکي د چکچکو له کبله رامنځ ته کېدونکې لړزا د کرونا ويروس کمزوره کوي يا حتی له منځه وړي. نوموړي دا څرګندونې په خپل ټويټر کي د لومړي وزير نريندرا مودي د يوې هيلي په جواب کي وکړې. مودي له هندوستانيانو څخه غوښتي ول چي په اصطلاح د کرونا ضد جګړې د محاذ د لومړۍ کرښي د مبارزينو له پاره دي په ځانګړي ساعت کي چکچکي وکړي.

د اميتاب بچن او د هغه د زوی ابهيشک بچن د کرونا د ابتلا خبر په داسي حال کي خپريږي چي يو شمېر نور د هندي فلمي نړۍ ستوري هم په کرونا اخته سوي دي. د راپورونو له مخي په کرونا له اخته سوو ممثلينو کي عامر خان او ريکها هم شامل دي.

انکيتا مُکهاپوډهيای (نوی ډلی)/ا.و.ا./ن.ص.

دلته پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم هم کتلی شئ(14.10.2017 )!