1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

امنیت شورا: د ترهګرۍ د تمویل پرضد دي مبارزه وشي

۱۳۹۸ فروردین ۹, جمعه

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دغه سازمان له غړو څخه غوښتي دي چې د ترهګرو مالي سرچني وچې کړي. په دې تړاو امنیت شورا په یوه خوله یو پریکړه لیک تصویب کړ، چې د دغې موضوع په هکله په خپل ډول کې لومړی دی.

https://p.dw.com/p/3FsFU
USA | UN-Sicherheitsrat
انځور: picture-alliance/dpa/AP/M. Altaffer

امنيت شورا ته د فرانسې له لوري په وړاندي شوي دغه پریکړه لیک کې راغلي دي چې هر هغه څوک چې د ترهګرۍ په مالي تمویل کې لاس لري او یا ورسره مرسته کوي باید محکمه ته د حساب کتاب له پاره وړاندې کړل شي. د پریکړه ليک په مسوده کې راغلي دي چې د ملګرو ملتونو غړي هیوادونه باید خپل قوانین له دغه پریکړه لیک سره عیار کړي.

د دغه پریکړه لیک له مخې د ترهګریزو بریدونو پر مهال باید هیوادونه د هغې د اقتصادي شالید په هکله هم تحیقیقات وکړي. دغسې اقدامات باید له نړیوالو قوانینو، د مهاجرو قوانینو او همداشان له بشري حقونو سره اړخ ولګوي. د دغې برخې په هکله غوښتنه د مرستندویه سازمانونو له لوري شوې وه چې د ترهګرۍ ضد قوانینو په ترڅ کې د خپلو فعالیتونو د محدودیدو انديښنه لري.

د نړیوالو قوانینو له مخې دغه الزامي پریکړه لیک له هیوادونو څخه پر دې غوښتنه هم ټینګار کوي چې د مالي اقدام کاري ډلې (اف اې ټي اف) له لوري د پيسو سپينولو پر ضد د مبارزې له پاره رامنځ ته شوي معیارونه معرفي کړي.

دغه کاري ډله په ۱۹۸۹م کال کې د اقتصادي همکاریو پراختیا سازمان په چوکاټ کې تأسیس شوه، څو د پيسو سپینولو پر ضد اقدامات وکړي. اوسمهال دغه کاري ډله د ترهګرۍ د تمویل پر ضد اقداماتو باندې هم بوخته ده.

د مالي اقدام کاري ډلې مشر مرشل بیلنګزلیا، امنیت شورا ته ویلي دي چې دا خبره ډیره مهمه ده چې هیوادونه په دې پوهه کړي چې د ترهګرۍ د تمویل پر ضد مبارزه کې په کومه برخه کې کمزوري دي، څو دغه درز پټ کړل شي. د هغه په خبره تر۱۹۰ زیات هیوادونو دا روښانه کړې ده چې د مالي اقدام کاري ډلې له لوري وارزول شي او د هغې سپارښتنې عملي کړي.

Symbolbild Blockchain
انځور: Imago/Reporters/Eureka

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ۲۰۰۱م کال د سپتمبر له یوولسمې نیټې راهیسې د ترهګرۍ د تمویل پر ضد اقداماتو باندې کار کوي، خو دغه پریکړه لیک په خپل ډول کې لومړی دی چې دغه موضوع رانغاړي.

د ملګرو ملتونو د ترهګرۍ ضد دفتر مشر ولادیمیر ورونکوف، په خپلو څرگندولو کې امنیت شورا ته وویل چې دغه پریکړه په یوه «کړکیچین وخت» کې ترسره کیږي او زیاته یي کړه: «په ټوله نړۍ کې وروستیو بریدونو وښوده چې لاهم ترهګري ډلي د قانوني او غیر قانوني لارو تمویلیږي.» د هغه په خبره له دې کبله متمرکز اقدامات ډیر مهم دي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان ایو لو دریان، په خپلو څرګندونو کې وویل چې «ننګوني ډیرې سترې دي او زموږ تصمیم باید همدومره ستر اوسي.» هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې د دغې پدیدې د ریښو پر ضد مبارزه وشي او خپلي هڅي زیاتي کړو څو ترهګري منزوي کړل شي او د هغې اقتصادي سرچني وچې کړی شي.

د لو دریان په خبره د داعش په څیر «ترهګرې ډلو» پر سیمو خپل کنترول له لاسه ورکړی دی خو دا يي هم زده کړي دي چې د نوې تکنالوژۍ په مرسته د انټرنیټ له لارې نوي اقتصادي سرچینو ته لاس رسی ولري.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر په خپلو څرګندونو کې دا هم وویل چې ځینې ډلې د حوالې له مالي سیستم څخه ناوړه استفاده کوي چې له مخې یي پيسې ژر، په محرمانه ډول او ارزانه انتقالیږي. دغه سيستم تر ټولو زیات په منځني ختیځ، د افریقا په ځینو برخو او هند کې مشهور دی. خو په آلمان کې بې اجازې او د ماليي چارو د فدرالي ادارې له کنترول پرته دغه سیستم د مجازاتو وړ دی.

(sr/nz (ape, dpa