1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امنيتي چارواکي: ځواکونه و توانيدل چي د دښمن پلانونه شنډ کړي

۱۳۸۹ شهریور ۲۸, یکشنبه

په داسي حال کي چي د تيري ورځي پر ټاکنو د طالبانو ويره خپره وه، افغان امنيتي چارواکي وايي چي دوی وتوانيدل چي تر ډيره بريده د انتخاباتي مرکزونو او رايه ورکونکو امنيت خوندي کړي.

https://p.dw.com/p/PG4Q
جنرال وردګ: د دښمن د ګواښونو سره سره ډيري افغانان د رايي ورکولو د مرکزونو په لور ورغلل.
جنرال وردګ: د دښمن د ګواښونو سره سره ډيري افغانان د رايي ورکولو د مرکزونو په لور ورغلل.انځور: AP

تيره ورځ د انتخاباتي مرکزونو له پرانيستي سره سم د ملک په ګوډ ګوډ کي په يو شمير مرکزونو د طالبانو د بريدونو راپورونه ورکړل سول.

د تيري ورځي د مرګ ژوبلي شمېره شاوخوا ۱۰۰ تنه ښودل سوې چي نيمايي يي ولسي وګړي ول.

د ملي امنيت عمومي ريس، د کورنيو او دفاع چارو وزيرانو له ټاکنو وروسته په يوه خبري غونډه کي وويل چي ځواکونه و توانيدل چي تر ډيره حده ددښمن د پلانونه مخه ونيسي او په ځينو مواردو کي خو يو شمير چاوديدونکي توکي او هغه توغندي چي په ښارونو بريد ته چمتو سوي ول، شنډ کړي.

د افغانستان د څارګري اداري ريس نبيل وايي « د انتخاباتو پر مهال او تر هغه مخکي ۲۲ زره ټوکه جعلي کارتونه مو ونيول، همدا راز د ملي امنيت منسوبين وتوانيدل چي ۲۶ تنه جعل کاران او ۱۵۰۰ انتخاباتي جعلي پاڼي ونيسي، د ټاکنو پر مهال ۱۶ کړۍ ماينونه کشف او ۱۵ توغندي په کابل هرات او پروان باندي له بريد دمخه شنډ سول».

هغه وويل چي دوه هغه ترهګر يي ژوندي نيولي او دوه نور يي د مقاومت پر مهال وژلي چي له بمونو ډکي سدرۍ يې اغوستي وې.

د ملي امنيت اداري ريس وويل چي په نيول سوو ترهګرو کي يو تن يي د ګاونډي ملک اوسيدونکی دی.

همدا راز په دغه خبري غونډه کي د کورنيو چارو وزير جنرال بسم الله محمدي هم له هغو پوليس سرتيرو مننه وکړه چي د ټاکنو پر مهال يي په صداقت او ايمان دارۍ سره دنده تر سره کړې.

جنرال محمدي له هغو سرتيرو څخه د اتلانو په توګه يادونه وکړه چي د ټاکنو پر مهال يي د خپل سر په بيه د انتخاباتي مرکزونو او رايه ورکونکو امنيت خوندي کړي وو.

په دغه خبري غونډه کي د ملي دفاع وزير جنرال عبدالرحيم وردګ هم د خبريالانو پوښتنو ته ځوابونه وويل.

جنرال وردګ زياته کړه چي د دښمن د ګواښونو سره سره ډيري افغانان د رايي ورکولو د مرکزونوپه لور ورغلل او خپل د خوښي وړ کانديد ته يي رايه وکړه .

« دښمن د دغي ديموکراتيکي پروسي په وړاندي له هر راز ويري او ډار اچوني څخه ځان و نه سپماوو خو بيا هم افغانان د رايو د صندوقونو په لور ورغلل او خپلو دښمنانو ته يي وښوده چي دوی ديموکراتيک نظام غواړي او څوک يي خپلو آرمانونو ته له رسيدو نه سي را ګرځولای».

د افغانستان پارلماني ټاکني د شنبې په ورځ تر سره سوې چي اوس يي د رايي شميرلو بهير روان دی.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل