1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امنيتي سلاکارانو د اوباما دافغانستان ستراتيژي بريالۍ بللې ده

۱۳۸۹ اردیبهشت ۱۷, جمعه

د سپيني ماڼۍ وياندرابرټ ګيبس ويلي دي چي پرون د پنجشنبې په ورځ اوباما د خپلو امنيتي سلاکارانو په شمول په افغانستان کي د امريکايي قواؤ دعمومي قومندان سټېنلي ميک کرسټل سره خبري تر سره کړې

https://p.dw.com/p/NIMZ
انځور: AP

په دغه ليدنه کتنه کښي امنيتي سلاکارانو د افغانستان په باب د خپل ولس د امنيتي ستراتيژۍ څخه ملاتړ کړی دی .

همدارنګه تر خبرو وروسته جنرال سټېنلي ميکرسټل د اوباما دا پرېکړه وستايله چي افغانستان ته يې 30000 نور امريکايي عسکر ولېږل . مېکرسټل وويل چي ددغې پرېکړي په برکت اوس وضع په لږسرعت خو په دوامداره ډول د بهترۍ پر لار روانه ده. د نوموړي جنرال په وينا دی هيله لري چي د کال تر پايه به وضعه همداسي مخ په سمېدو روانه وي .

د اوباما وياند رابرټ ګيپس و خبريالانو ته وويل چي د خپلو امنيتي سلاکارانو سره د ليدني وروسته اوباما لازيات ډاډه سوی دی . وياند زياته کړه چي سپينه ماڼۍ د افغانستان په امنيتي وضعه کي د داسو چټکو بدلونونو تمه نه لري چي د يو څو ورځو په اوږدو کي هر څه تغير کړي .

د خپلو امنيتي سلاکارانو سره د ليدني پر وخت اوباما د افغانستان د جنوبي ناکراره ولايت کندهار د امنيتي وضعي او پدغه ولايت کي د ممکنه پوځي عملياتو په هکله هم خبري وکړې .

د چار شنبې په ورځ به اوباما په سپينه ماڼۍ کي د افغان ولس مشر حامد کرزي سره وويني . د اوباما د ادارې او کرزي تر منځ اړيکي هغه وخت زيانمي سوي وې کله چي کرزي په يوه وينا کي په افغانستان کي د بد حالت پړه پر لوېديځوالو او دده په وينا دهغوی پر تر اندازې ډيري اغېزي واچوله . د دې تر څنګ کرزي د کندهار د سفر پر وخت د قومي مشرانو سره د ملاقات پر وخت د هغوی سره ژمنه کړې وه چي تر هغه وخته چي د کندهار خلک ونه غواړي په کندهار کي به پوځي عمليات نه تر سره کيږي . د کرزي او اوباما په ملاقات کي به د افغانستان د امنيت پر موضوع د خبرو اترو ترڅنګ د کرزي او د اوباما د حکومت تر منځ د روابطو ښه کولو پر موضوع هم خبري وسي .

په سپينه ماڼۍ کي د امنيتي سلاکارانو او اوباما د ملاقات يوه مهمه موضوع د نيو يارک په مرکز ټايمس سکوېر کي د ناکامه ترهګري بريد خبره هم وه . د سپيني ماڼۍ وياند رابرټ ګيبس پدې هکله وويل چي په غونډه کي پر دغه موضوع د امريکايي حکومت او پاکستاني حکومت ګډ کار د ډاډ وړ وبلل سو .

فيصل شهزاد نومي يو پاکستاني الاصله امريکايي تبعه د دوشنبې په ورځ د نيويارک په هوايي ډګر کي پدې تور ونيول سو چي د نيويارک په مرکز کي يې په يوه موټر کي بم پټ کړی ؤ چي ونه چاودل سو . فيصل هڅه کوله چي دوبۍ ته ولاړسي خو دی د هغه څخه تر مخه ونيول سو.

ددغه ناکامه ترهګري بريد په تړاو د پاکستان امنيتي چارواکو هم په خپل هيواد کي دوه کسان نيولي دي . کله چي د سپيني ماڼۍ د وياند څخه پوښتنه وسوه چي ايا تورن کس فيصل شهزاد د کومي پاکستانۍ تره ګري ډلي سره ارتباط لري او که څنګه، نو وياند د ځواب ورکولو څخه ډه ډه وکړه.

رويترس/ اڅکزی

کتونکی : محمد قاسم نوري