1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا په پوځ کې د مصنوعي ځیرکتیا د استعمال قواعد جوړ کړي

۱۳۹۸ اسفند ۷, چهارشنبه

د امریکا د پوځ له خوا د جوړو شویو قواعدو پر اساس پوځیان به د مصنوعي ځيرکتیا د جنګي وسایلو د استعمال په برخه کې «د پریکړې له پاره د مناسبو پړاونو او احتیاط څخه کار اخلي.»

https://p.dw.com/p/3YROH
US Marine testet neue Waffentechnologie
انځور: Reuters/U.S. Marine Corps

ځينو څارونکو د دغو قواعدو په هکله انديښنه څرګنده کړې ده او ویلي يي دي چې «دا د قانون جوړونې پر ځای له اخلاقي قواعدو او اصولو په وسیله د کار روانولو د پلان یوه برخه ده.»

د امریکا د دفاع وزارت د فبرورۍ پر ۲۴نیټه اعلان وکړ چې په جنګي حالاتو کې له مصنوعي ځيرکتیا څخه د کار اخیستنې له پاره یې «اخلاقي اصول» تعین کړي دي.

دا اعلان په داسې یو وخت کې کیږي چې امریکایي پوځ په شخړو او جنګي حالاتو کې د مصنوعي ځيرکتیا له وسایلو څخه د کار اخیستنې بهیر د ګړندي کولو هیله لري.

آرټیفیشل انټیلیجنس یا د مصنوعي ځيرکتیا روبوټونه په ډرونونو او بې له انسانه چلیدونکو موټرو کې استعمالیږي چې د جګړې په میدان کې ځینې وختونه پخپله هم پریکړې کوي.

د امریکا د دفاع وزارت له خوا دغه جوړ شوي قواعد د هغو سلامشورو په پایله کې رامنځته شوي دي چې ۱۵ میاشتې یې دوام وکړ. په دغو سلا مشورو کې د ټکنالوجې د ډګر لویې کمپنۍ او د پوهنتونونو متخصصین شامل وو.

اخلاقي قواعد او اصول څه دي؟

د امریکا د دفاع وزارت د دغو نویو قواعد او اصولو مطابق پر خلکو ټینګار شوی دی چې کله دوی د مصنوعي ځیرکتیا له سیستمونو څخه استفاده کوي، نو له احتیاط څخه دې کار واخلي او د پریکړو له پاره دې له مناسبو لارو چارو کار واخلي: «د دغو قواعدو پر اساس د آرټیفیشل انتیلیجنس څرګند او تعین شوی استعمال هم اړین دی.»

زیاته شوې ده چې د خودکاره یا اتوماتیکو سیستمونو له خوا کیدونکې فیصلې باید داسې چې سړی یي تعقیبولی او تر کنترول لاندې راوستلی شي.

له دې څخه هدف دا دی چې پوځ به د دې صلاحیت ولري چې «د عملیاتو پر مهال د داسې اوتوماتیکو سیستمونو مخه ونیولی شي او هغه به بې اغیزې کړای شي، کوم چې له غیر مطلوب چلند څخه کار اخلي.»

تر دغو اصولو او قواعدو مخکې امریکایي پوځ یوازې پر دې مکلف وو چې د مصنوعي ځیرکتیا په پریکړو کې باید انساني مداخله موجوده وای. دې میتوت ته د «هیومن ان دا لُوپ» نوم ورکړل شوی دی.

دویچه ویله: ش.ن/ن.ز