1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا په سوریه کې بریدونو ته ادامه ورکړې

آژانسونه/ سید ریاض۱۳۹۳ مهر ۵, شنبه

امریکا په سوریې کې د «اسلامي دولت» د مورچلو پر ضد په پر له پسې توگه په پنځمه شپه بریدونو ته ادامه ورکړې. په واشنگټن کې پوځي چارواکي د اسلامپالو پر وړاندې د مبارزې له پاره د پاڅون کوونکو د پوځ د جوړیدو پر سر ټینگار کوي.

https://p.dw.com/p/1DLuz
انځور: Reuters/Shawn Nickel/U.S. Air Force

د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت د «اسلامي دولت» نومې ترهگرې ډلې پر وړاندې د تر سره شوو نوو بریدونو د هدفونو په هکله کوم معلومات نه دي ورکړي. متحده ایالاتو د سه شنبې په ورځ د لومړي ځل له پاره په سوریه کې د نوموړې ترهگرې ډلې د مورچلو پر وړاندې هوایي بریدونه پېل کړل. په دغو هوایي بریدونو کې امریکا متحده ایالاتو ته د ډیرو عربي هیوادونو ملاتړ هم حاصل وو.

د پنجشنبې په شپه متحدینو د لومړي ځل له پاره د تندلارو اسلامپالو تر کنترول لاندې د تیلو تصفیه خانې تر بریدونو لاندې ونیولې. د کارپوهانو له نظره «اسلامي دولت» نومې وسله واله ډله هره ورځ د دغو تیلو د خرڅلاو له لارې په میلیونونو پیسې تر لاسه کوي. په عراق کې لا تر مخه د روان میلادي کال د اگست میاشت راهیسې د امریکا متحده ایالات او نور هیوادونه بمبارۍ کوي.

د امریکا متحده ایالاتو د پوځ د اټکلونو له مخې، دا چې د سوریې په ختیځ کې د اسلامي دولت، له ترهگرو سره په اغیزمنه توگه مبارزه وشي، د پاڅون کوونکو شاوخوا ۱۵۰۰۰ کسیز ځواک ته اړتیا ده. د امریکا متحده ایالاتو لوی درستیز جنرال مارتین دیمپسي، په پېنتاگون کې ویلي دی چې له ۱۲ زرو څخه تر ۱۵ زرو جنگیالیو اټکل به بسنه وکړي. هغه زیاته کړې ده چې د سوریې په ختیځ کې د نیول شوو سیمو د بیرته نیولو له پاره دغه ځواک اړین دی.

«یوازې هوایي بریدونه د لاس برتوب له پاره بسنه نه کوي»

جنرال مارتین دیمپسي په خپلو خبرو کې وړاندې ویلي دي چې د متحده ایالاتو په مشرۍ د اسلامي دولت، د ترهگرو پر ضد جگړې کې د پاڅون کوونکو د ځمکني پوځ جوړول یوه مهمه برخه ده. د دیمپسي په وینا پر تندلارو د برلاس توب له پاره یوزاې هوایي بریدونه کفایت نه کوي. د امریکا د متحده ایالاتو کانگرس تیره اوونۍ د ولسمشر بارک اوباما یو پلان تائید کړ، داسي یو پلان چې د ۵۰۰۰ غیر اسلامپالو جنگیالیو روزل او په وسلو مجهزول په پام کې لري.

دیمپسي پر دې خبره ټینگار کړی دی چې له لومړي سره دا خبره روښانه وه چې ۵۰۰۰ تنه بسنه نه کوي. خو د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما د ځمکني پوځ د لیږلو خبره یو ځل بیا رد کړې ده.

د استخباراتي ادارو د معلوماتو له مخې «اسلامي دولت» نومې ډله شاوخوا ۳۰۰۰۰ جنگیالي لري. نوموړې ترهگرې ډلې په عراق او سوریه کې پراخې سمیې تر خپل کنترول لاندې راوستي دي او د خپلو مخالفینو پر وړاندې د تاوتریخوالي ډک اعمالو تر سره کوي. نوموړې ډلې په زرونو کسان وژلي دي او نور په سلونو زره کسان له هغوی څخه د ویرې له کبله په تېښته دي.

په دې ترڅ کې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د دې تصور خلاف دی چې گواکې د اسلامي دولت پر ضد له بریدونو څخه د سوریې په کورنۍ جگړه کې بشارالاسد گټه پورته کوي. هغه زیاته کړې ده: «موږ له اسد سره په یوه اړخ کې نه یو.» کیري په خپلو خبرو کې وړاندې ویلي دي چې بشارالاسد خپل مشروعیت ډیر پخوا له لاسه ورکړی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرگي لاوروف، له امریکا متحده ایالاتو څخه غوښتنه کړې ده چې د «اسلامي دولت» د ترهگرې ملېشې پر وړاندې د پوځي اقداماتو په هکله دې د سوریې له حکومت سره خبرې وکړي.

د اسلامي دولت، لویدیځوال جنگیالي

د ملگرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ پر دریمه ورځ هم، د اسلامي دولت، تندلارې ډلې پر وړاندې مبارزه د بحثونو توده موضوع وه. د عراق ولسمشر فواد معصوم، په نیویارک کې د ملگرو ملتونو عمومي غونډې ته وویل چې د ترهگرو ملیشو په لیکو کې د لویدیځو هیوادونو په زرونو اسلامپاله جنگیالي دي. هغه په خپلو خبرو کې وړاندې وویل: «دغه کړکیچ له ټولې نړۍ څخه تندلارې خپل ځان ته راجذبوي. نوي خبرې دا ده چې په زرونو اروپایي او یا هم امریکایي تابعیت لرونکي د هغوی په منځ کې دي.» فواد معصوم په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې له دې کبله دا مهمه ده چې نور هیوادونه هم په دفاع کې برخه واخلي.

فواد معصوم، پر دې خبره ټینگار وکړ چې «دغه ملاتړ زموږ ولس ته ښيي، چې موږ د تروریزم پر وړاندې جگړه کې یوازې نه یو. بلکې دا د ټولې نړۍ د خوندي ساتلو له پاره یوه مبارزه ده.»