1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا ولې سیمې ته بي – ۵۲ ډوله الوتکې لیږدوي؟

۱۴۰۰ اردیبهشت ۴, شنبه

د امریکا د دفاع وزارت ویلي، چې سیمي ته یې دوه بي – ۵۲ ډوله الوتکې استولې او نورې به هم واستول شي.امریکايي چارواکو د خپلو ټولو سرتیرو تر اېستلو وړاندې د یوشمېر ځانګړو ځواکونو د لېږلو خبره هم کړې، خو دا ټول د څه لپاره؟

https://p.dw.com/p/3sWPR
Bildergalerie Vietnam US-amerikanischer B52-Bomber
انځور: picture alliance/CPA Media

د امریکا د دفاع وزارت یا پینټاګون ویاند جان کېربي د جمعې په ورځ واشنګټن کې خبریالانو ته ویلي، چې د طالبانو تر سختو څرګندونو وروسته یې پریکړه کړې، چې ځانګړي ځواکونه واستول شي.

طالبانو ویلي ول چې په مۍ میاشت کې د بهرنیو ځواکونو د نه اېستل کېدو پریکړې سره د دوحې تړون مات شوی، نو ښايي د هغوی جنګیالي په برېدونو لاس پورې کړي.

د ځواکونو خوندې اېستنه

جان کېربي ویلي، د ځواکونو د خوندې اېستلو لپاره سیمي ته دوه بي – ۵۲ ډوله الوتکې رسېدلې او نورې هم لېږل کیږي. امریکایي رسنیو رپوټ ورکړی چې شاوخو شپږ  بي – ۵۲ ډوله بم غورځونکي الوتکي به د ناټو او امریکايي ځواکونو د خوندې راېستلو په موخه افغانستان او سیمي ته ولیږل شي.

په رپوټونو کې د شاوخو ۱۰۰۰ ځانګړو ځواکونو د لېږلو خبره هم شوې. د افغانستان د هوايي ځواکونو یوه پخواني چارواکي جنرال عتیق الله امرخیل دویچه ویله ته وویل، امریکا سره دا اندېښنه شته چې ښايي د بېرته وتلو پرمهال پرې خونړي برېدونه وشي:»دا اوس ډیری قوماندانان د طالبانو له کنتروله او امر څخه وتلي دي او بل دا چې ښايي ډیر طالب وسله وال ایران په پیسو واخلي او بهرني ځواکونه په نښه کړي.»

دغه پخوانی افغان چارواکی له افغانستانه د انګلیسي ځواکونو وتلو ته په اشارې سره وايي چې د وتلو پرمهال په جګدلک کې د وزیر محمد اکبرخان تر برید لاند راغلي وو.

ښاغلی امرخیل وايي، امریکایانو ته به سخته وي چې خپل ټول ځواکونه د هوا له لارې وباسي، نو ځکه ډيره برخه به په سویل کې د سپین بولدک او ختیځ کې د تورخم بندرونو له لارې اېستل کیږي.

خو د پوهنتون استاد هدایت الله پکتین بیا باوري نه دی چې طالبان دې د وتلو پرمهال د ناټو او امریکايي ځواکونه تر برېدونو لاندې ونېسي: «زه فکر نه کوم طالبان دې پر بهرنیو ځواکونو برېدونه وکړي، ځکه دا هم طالبان یو فرصت ګڼي چې لږ تر لږه د سپټمبر تر ۱۱مې ټول بهرنیان له افغانستانه ووځي.»

دا څرګندونې داسې مهال دي چې رپوټونه وايي، بهرنیو ځواکونو د خپلو پوځي تجهېزاتو اېستل او د خپلو تاسیساتو د خالي کولو بهیر پيل کړی.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت ځای ناستي سید یاسین ضیاء نن شنبې (د ۲۰۲۱ میلادي کال د اپریل ۲۴مه) په کابل کې خبریالانو ته وویل: «د ناټو ځواکونه په کابل، بګرام او مزار شریف اډو کې شته، نورې اډې یې افغان پوځ ته سپارلې.»

دغه راز، د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وویل، چې بهرني ځواکونه به د یو میلیارد ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات افغان ځواکونه ته پریږدي.

اسماعیل شاکر – کابل