1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا له کولمبیا سره مرسته کړې ده

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۲ دی ۲, دوشنبه

د واشنگټن پوست ورځپاڼې د یکشنبې په ورځ وویل چې د امریکا استخباراتي سازمان CIA د یوه سري پروگرام په ترڅ کې د کولمبیا له حکومت سره مرسته کړې ده چې د «کولمبیا د انقلابي وسله والې ډلې» په لسهاو مشران ووژني.

https://p.dw.com/p/1Af0n
انځور: picture-alliance/Landov

واشنګټن پوست ویلي دي چې په کولمبیا کې د یاغیانو پر ضد عملیات د واشنگټن د یوې مخفي بودجې له لارې تمولیده. پر دغو عملیاتو باندې په میلیاردو ډالر لگول شوي دي چې ورسره د امریکا د کورني استخباراتي سازمان NSA له خوا هم مرسته شوې ده.

د CIA دغه مخفي عملیات له کولمبیا سره د امریکا په هغو نهه میلیارده مرستو کې شامل نه دی چې په د ۲۰۰۰ کال کې د ولسمشر بوش له خوا منل شوې وې. دغه عملیات هم په جلا ډول د امریکا د پخواني ولسمشر جورج بوش، له خوا د ۲۰۰۰ کال په شاوخوا کې تصویب شوی ول.

د امریکا متحده ایالاتو تر پخواني ولسمشر جورج بوش، وروسته د دغه هیواد اوسني ولسمشر بارک اوباما، هم په کولمبیا کې د یاغیانو د په نښه کولو پروګرام جاري ساتلی دی. دغه خبرې واشنګټن پوست له ۳۰ امریکا او کولمبیايي اوسنيو او پخوانیو چارواکو سره تر مرکو وروسته کړې ده.

په کولمبیا کې د CIA دغه سري عملیات دوه مهمې دندې لري. لومړی دا چې امریکا متحده باید د «کولیمبیا د انقلابي وسله والې ډلې» یا FARC د غړو په اړه دقیق استخباراتي معلومات ترلاسه کړي او بیا وروسته په عادي بمونو کې د GPS یا موقعیت موندنې داسې وسایل نصب کړي چې دغه عادي بمونه په ډیرو ځیرکو بمونو بدل کړي او په دقیقه توګه په GPS کې ثبت شوی ځای په نښه کړي.

د واشنګټن پوست په رپوټ کې راغلي دي چې په ۲۰۰۸ کال کې د FARC یاغي ډلې دویمه شمیره غړی هم په کولمبیا کې د CIA د عملیاتو په ترڅ کې ووژل شو. واشنګټن پوست زیاته کړې ده: «د یوه هوایي برید ترسره کول په دې معنی دي چې یو کولمبیایي پیلیوټ په یوې کولمبیايي الوتکې کې، د امریکا له خوا جوړ شوی بم چې د امریکا له خوا په جوړې شوې موقعیت موندنکې الې هم سمبال وي، پر خپل هدف باندې وغورځوي.»

په عین حال کې کولمبیایي قانون جوړوونکو ویلي دي هغوی به په خپل هیواد کې د CIA د عملیاتو په اړه له خپل ولسمشر څخه پوښتنې وکړي. د کولمبیا انقلابي وسله واله ډله، له ۱۹۶۴ کال راهیسې د حکومت پر ضد جنګیږي. خو له یوه کال راهیسې دغه ډله د کولمبیا له حکومت سره په خبرو اترو بوخته ده.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب