1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«امریکا له افغانستانه خپل پوځي تجهېزات پاکستان ته نه لېږدوي»

۱۳۹۹ مهر ۲۹, سه‌شنبه

د افغانستان د پارلمان ځيني غړي له امریکا غواړي چې افغانستان ته راوړي پوځي تجهیزات دي د دغه هيواد پوځ ته پریږدي. دوی په رسنیو کې هغو رپوټونو ته کلک غبرګون ښودلی دی چې ویل کیږي امریکا خپل پوځي تجهیزات پاکستان ته لېږدوي.

https://p.dw.com/p/3kBTV
Afghanistan - Abzug der NATO und ISAF Truppen.
انځور: DW/F. Khan

د افغانستان د مشرانو جرګې د نن سې شنبې ورځ (۲۰۲۰ میلادي کال د اکتوبر ۲۰مه) عمومي غونډه کې ځينو سناتورانو پاکستان ته د امریکايي پوځي تجهیزاتو پر لیږد سخت غبرګون وښود.

د مشرانو جرګي غړي زلمي زابلي په دې اړه وویل: «پاکستان ته د پوځي تجهيزاتو انتقال په دې مانا دی چې دغه همسایه هيواد د افغانانو په مقابل کې تقویه کوي.»

دغه افغان سناتوران وايي، امریکا دې له افغانستانه ووځي، خو په دغه هيواد کارول شوي پوځي وسایل او تجهیزات دې افغان ځواکونو ته پریږدي.

په ټولنيزو رسنیو او په کابل کي ځينو رسنيو داسي ویډیوګانې خپرې کړي وې چې پکې په امریکايي پوځي تجهیزاتو بار موټر لېدل کیږي. د رپوټونو پر بنسټ امریکا خپل دغه تجهیزات له افغانستانه پاکستان ته لېږدوي.

خو د افغانستان د ملي امنيت شورا د دفتر وياند رحمت الله اندړ دويچه ويله ته په يوه لېږل شوي پيغام کي ويلي دي چي «امريکا هغه وسايط او تجهيزات د پاکستان له لاري بيرته انتقالوي چې نه غواړي چا ته يې ورکړي.» هغه زياته کړې ده چي دغه تجهيزات د پاکستان له لاري راغلي ول او بيرته له همدې لاري انتقاليږي.

هاخوا د افغانستان د ولسي جرګې امنیتي او دفاعي کمېسیون بیا وايي چې په دې اړه یې تراوسه کوم رسمي سند نه دی ترلاسه کړی.

د دغه کمېسیون یوه غړي غلام ولي افغان دویچه ویله ته وویل: «څو ورځې مخکې زموږ د دفاعي کمېسیون ټول غړو په دې اړه د امنیت شورا سلاکار، دفاع وزیر، داخله وزیر او د ملي امنیت عمومي رئیس سره د ارګ په دلکشا ماڼۍ کې یوه ناسته درلوده، هغوی په دې هکله ناخبري وښوده او ان دا یې هم وویل چې کوم شی نه دی وړل شوی.»

د دفاعي کمېسیون ددغه غړي په وینا پاکستان ته د امریکا پوځي تجهیزات د لېږد موضوع کې لاهم لازم سپیناوی نه شته.

پوځي شنونکي وايي، امریکا له افغانستان سره د امنیتي او پوځي تړونونو پر بنسټ مکلفه ده چې افغان پوځ ته خپل پوځي تجهیزات پریږدي.

د ملي دفاع وزارت یوه پخواني چارواکي جنرال دولت وزیري په دې اړه دویچه ویله ته وویل: «امریکا باید خپلو تعهداتو ته ژمنتیا وښيي، که نوي تجهیزات نه وي لږ تر لږه خپل کارول شوي وسایل باید افغان پوځ ته ورکړي.»

د ننګرهار ولایتي شورا تیره ورځ د یوه پریکړه لیک په صادرولو سره خبرداری ورکړی چې تردې وروسته به د ننګرهار او تورخم له لارې امریکایي پوځي تجهیزاتو لیږد ته اجازه ورنه کړي.

د دې شورا مرستیال محمد اجمل عمر دا هم وویل چې ښايي د دغو پوځي تجهیزاتو د لېږد پر سر د پاکستان او امریکا ترمنځ د پردې ترشا پټې معاملې هم شوي وي: «زموږ ولسونه په دې برخه کې متفق دي چې په ډیورڼډ کرښه د دې تجهیزاتو د لیږد اجازه نه ورکوو.»

خو د ناټو یوه وروستۍ ویناپاڼه وايي چې د دغه سازمان غړي هيوادونه تر ۲۰۲۴ میلادي کال پورې د افغان ځواکونو مالي ملاتړ ته ژمن پاتې کیږي.

اسماعیل شاکر – کابل