1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ترمپ د فرمان پر ضد د محکمې د پریکړې موده وغځول شوه

۱۳۹۶ فروردین ۱۰, پنجشنبه

په هوایي کې یوه قاضي خپله هغه پریکړه د یوه نامعلومه وخت له پاره غځولې ده چې له مخې یې د ولسمشر دونالد ترمپ هغه فرمان ځنډول شوی چې امریکا ته یې د اوو اکثریت مسلمان میشته هیوادونو د وګړو پر سفر بندیز لګیدلی.

https://p.dw.com/p/2aI5p
Trump Reiseverbot New York
انځور: picture alliance/AP Images/A. F. Yuan

امریکایي قاضي دیرک واتسن، د چهارشنبې په ورځ د خپل هغې پریکړې موده وغځوله چې د سفر د بندیز په اړه د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ، د فرامان مخه یې نیولې ده.

واتسن دغه پریکړه تر هغه وروسته وکړه چې د هوایي ایالت حکومت د ولسمشر ترمپ د فرمان پر ضد عریضه وکړه. په عریضه کې راغلي وو چې د ولسمشر فرمان د مسلمانانو پر ضد تبعیض کوي او د امریکا متحده ایالاتو اساسي قانون تر پښو لاندې کوي.

د ولسمشر ترمپ د سفر په اړه فرمان مخه په مریلند کې یوې بلې محکمې هم نیولې ده. تر دې مخکې ترمپ د جنوري په میاشت کې یو ورته فرمان لاسلیک کړی وو چې له کبله د امریکا متحده ایالاتو په بیلا بیلو ښارونو کې مظاهرې وشوې. تر مظاهرو وروسته بیا د واشنګتن یوه قاضي د ترمپ دغه فرمان وځنډوه.

ترمپ د ولسمشریزو ټاکنو پر مهال ژمنه کړې وه چې امریکا متحده ایالاتو ته به د مسلمانو پر سفر باندې په موقتي توګه بندیز ولګوي. هغه پر خپل دویم فرمان باندې تر بندیز لګیدو وروسته پر قاضي واتسن باندې سختې نیوکې وکړې.

که د ترمپ دغه فرمان عملي شي نو د سومالیا، ایران، سوریې، سودان او یمن هیوادونو وګړو ته به امریکا ته د تلو اجازه ور نه کړل شي.