1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا د پکتیکا د بریدونو په اړه څیړنه کوي

آژانسونه۱۳۹۵ فروردین ۲۶, پنجشنبه

د امریکا پوځ ویلي چې هغه هوایي برید به وڅیړي چې د تلفاتو په اړه یې بیلابیل رپوټونه ورکړل شوي دي. د چارواکو په خبره په برید کې ۱۷ یاغیان وژل شوي خو سیمه ییز اوسیدونکي ادعا کوي چې وژل شوي کسان ملکیان وو.

https://p.dw.com/p/1IVHC
MQ-9 Reaper Drohne Drohnenkrieg Ziel Drohnenangriff Afghanistan
انځور: picture-alliance/AP/Air Force/L. Pratt

امریکا په افغانستان کې په منظم ډول د «ترهګرۍ پر ضد» هوایي بریدونه کوي. ډیر وخت دغه بریدونه د افغانستان او پاکستان پولې ته نزدې ترسره کیږي.

ډګر جنرال جارلس کلیفلند، د فرانسې خبري آژانس ته په استول شوې بیانیه کې ویلي دي چې امریکایي ځواکونو د اپریل میاشتې په شپږمه نیټه په پکتیکا ولایت کې دوه د ترهګري ضد هوايي عملیات ترسره کړي دي.

هغه زیاته کړې ده: «تر اوسه پورې په پیښه کې د ملکي تلفاتو په اړه شواهد په لاس کې نه شته خو موږ بیا د دغو بریدونو په اړه هر اړخیزه څیړنه کوو.»

د ګومال ولسوالۍ، چې دغه بریدونه په کې ترسره شوي دي، یوه قومي مشر حاجي حسین خان، ویلي دی چې په دې سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو درې بریدونه ترسره شوي دي چې په ترڅ کې یې ۱۷ ملکي وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

هغه ویلي دي: «زه دا خبره تاییدوم چې وژل شوي کسان ملکيان وو چې له ځان څخه یې د دفاع په موخه وسلې لیږدولي ځکه چې په دې سیمه کې دولت کنترول نه لري.»

د سیمې ولسوال هم ویلي دی چې وژل شوي کسان ټول ملکیان وو چې د ځمکې پر سر له یوې دعوا څخه د ستنیدو په حال کې وو: «۱۷ واړه قربانیان ملکي وګړي وو. د هغوی په ډله کې ځوانان او قومي مشران وو.»

خو یوه افغان چارواکي چې د نوم د نه بربنډولو په شرط یې خبرې کړې دي، ویلي چې وژل شوي کسان ټول یاغیان او د القاعدې ډلې غړي وو. د پکتیکا والي هم وژل شوي کسان وسلوال یاغیان بللي دي.