1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا د په زرګونو کم عمره ناؤو مړونو ته ویزې ورکړي

۱۳۹۷ دی ۲۲, شنبه

په تیرو کلونو کې امریکایي چارواکو د زرګونو کم عمره نجونو د مړونو غوښتنلیکونه منلي دي. په دغو کم عمره نجونو کې پاکستاني کوژده شوي نجونې هم شاملې دي. کیدای شي امریکا ډیر ژر د دغو کم عمره نجونو پر ودونو بندیز ولګوي.

https://p.dw.com/p/3BRur
Stempel visum Symbolbild zu strengen Einreisekontrollen in die USA, picture symbolising strict control for entering the USA
انځور: picture-alliance/blickwinkel/McPHOTO

امریکا متحده ایالاتو ته د کم عمره کوژده شویو نجونو او یا ناؤو ورتګ کومه قانوني ستونزه نه لري. دا خبره مهمه ده چې په متحده ایالاتو کې د مهاجرت او تابعیت قانون په دې برخه کې د واده کولو له پاره د عمر حد او اندزه نه ده ټاکلې.

په دې برخه کې دا هم په پام کې نیول کیږي چې آیا واده په جایز او قانوني توګه ترسره شوی دی او د دې ترڅنګ په خاص ډول په امریکا کې د دغسې يوې کم عمره ناوې د اقامې وضعیت هم په پام کې نیول کیږي.

د اسوشیټډ پرس خبري آژانس په دې برخه کې د کم عمره ناؤو اړوند اعداد او شمیرو ته لاس رسی پيدا کړی دی. دغو ارقامو ته په کتلو سره دا پوښتنه را ولاړیږي چې آیا په دغو ودونو کې خو به له زور څخه کار نه وي اخیستل شوی؟

دا هم یو حقیقت دی چې په امریکا متحده آيالاتو کې له یوې نابالغې او کم عمره نجلۍ سره واده کول عام کار نه دی. د امریکا یو شمیر ایالتونو پر دغو ودونو بندیز هم لګولی دی.

په اوس وخت کې د بالغه کسانو له خوا امریکا ته د خپل ژوند د ملګري یا ملګرې راغوښتلو له پاره د دغه هیواد اړونده ادارو ته لږ تر لږه۵۰۰۰ عریضې وړاندې شوي دي. په دې کې نږدې ۳۰۰۰ غوښتنلیکونه د هغو کم عمره نجونو یا ناؤو له خوا وړاندې شوي دي چې غواړي خپل د ډیر عمر درلودونکي مړونه امریکا ته را وغواړي. دغه وضاحت د امریکا د سنا د داخلي امنیت له کمیټې څخه په ۲۰۱۷ م کال کې غوښتل شوی وو.

په دې ارتباط یوه پاکستاني الاصله امریکایۍ نایله امين چې د دوه ګوني تابعیت درلودونکې ده، وایي:«زما امریکایې پاسپورت زما ژوند برباد کړ.» د نایله امين واده د ۱۳ کلنۍ په عمر کې د هغې له ۱۶ کلن تره زوی سره شوی وو. تر واده وروسته امریکا ته د خپل میړه د غوښتلو له پاره هغې باید امریکایي ادارو ته اسناد وړاندې کړي وای.

نایله امين دا هم وایي چې په پاکستان کې خلک امریکا ته د ورتګ له پاره ډیر ځوریږي. اوس نایله امین دا پوښتنې راپورته کړي دي چې دا خو کوچنۍ وه، خو ولې امریکایي چارواکو دغه هیواد ته د هغې د میړه د راغوښتلو په اړه د دې غوښتنلیک تر پوښتنې لاندې را نه وست. د نایله امين په خبره د دې غوښتنلیک د ارزونې په بهیر کې هیڅ ډول پوښتنې او ګرویږدنې ونه شوې، بلکې په دې اړه چا فکر هم ونه کړ.

له ۲۰۰۷ څخه تر ۲۰۱۷ م کاله پورې امریکایي چارواکو تر پنځه نیم زرو ډیر داسې غوښتنلیکونه منلي دي، چې له مخې یې کم عمره غوښتننلیک وړاندې کونکي، توانیدلي دي د خپل ژوند ملګری چې د لوړ عمر درلودونکی وو امریکا ته را وغواړي.

په دغو مواردو کې ۲۰۴ یې د ډیر ټيټ عمر درلودونکو نجونو غوښتنلیکونه ول او په پورته ذکر شویو ټولو قضیو کې نجونې کم عمره او مړونه یې د ډیر عمر درلودونکي وو. په ظاهره کې په امریکا کې د واده کولو له پاره قانوني سن حد اقل ۱۸ کلني ټاکل شوی دی.

د امریکا په سنا مجلس کې د داخلي امنیت د کمیټې مشر او جمهوري غوښتونکی سناتور رون جانسن وایي چې په دې برخه کې نیمګړتیا موجوده ده او له دې نیمګړتیا څخه ګټه اخیستل شوې ده. هغه زیاته کړه چې ژر به دغه نیمګړتیا له منځه یوړل شي او دغه لړۍ به د تل له پاره بنده او پای ته ورسول شي.