1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا د قاضي د حکم پر ضد اقامه دعوا وکړه

۱۳۹۵ بهمن ۱۷, یکشنبه

د امریکا د عدلیې وزارت د هغه قاضې د پریکړې پر ضد اقامه دعوا کړې چې د ولسمشر دونالد ترمپ یو اجراییه فرمان یې په موقت ډول لغوه کړی وو. د فرمان له مخې امریکا ته د ۷ مسلمان میشته هیوادونو د وګړو پر سفر بندیز لګیدلی.

https://p.dw.com/p/2X0Fm
USA Bundesgericht in San Francisco
انځور: picture-alliance/dpa/J. G. Mabanglo

د امریکا متحده ایالاتو د عدلیې وزارت د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۷ کال د فبرورۍ ۴مه نېټه) ناوخته د ایستیناف په یوې محکمې کې د هغه قاضي د پریکړې پر ضد اقامه دعوا کړې ده چې د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ، یو اجرائیي فرمان یې لغوه کړی دی.

د عدلیې وزارت ویلي دي چې د قاضي دې پریکړې د امریکا عامو وګړو ته یو ګواښ متوجه کړی، د ولسمشر د ملي امنیت په باب قضاوت یې تر پوښتنې لاندې راوستی او د یوه اجراییي فرامان مخه یې نیولې ده.

فدرالي قاضی جیمز روبرت، د جمعې ورځ پریکړه وکړه چې د ولسمشر دونالد ترمپ، د مهاجرت په باب اجراییي فرمان دې لغوه شي. د هغه دغه فرمان د ټول هیواد په کچه د پلي کیدو وړ دی.

امریکایي چارواکو ویلي دي چې د دونالد ترمپ د فرمان له مخې د ۶۰۰۰۰ کسانو ویزې لغوه شوې دي او اوس نه شي کولای چې امریکا متحده ایالاتو ته سفر وکړي.

ترمپ د خپل تویتر ټولنیزې پاڼې له لارې ویلي وو چې د دغه قاضي پریکړه به بیرته واخیستل شي. هغه ټینګار کړی دی چې د امریکا په خاوره کې د ترهګریزو بریدونو د مخنیوي له پاره اړینه ده چې دې هیواد ته راتلونکي کسان په ډیره شدیده توګه وآرزول شي.

دا په داسې حال کې ده چې د بشري حقونو فعالین پر هغو کسانو باندې چې د دونالد ترمپ د فرمان له کبله امریکا متحده ایالاتو ته په راتلو نه دي توانیدلي او اوس هم ویزې لري، غږ کوي چې دې هیواد ته ژر تر ژره سفر وکړي. ځکه هغوی نه پوهیږي چې ایا د عدلیې وزارت به وتوانیږي چې د قاضي حکم لغوه کړي او که نه.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (20.11.2016):