امریکا د طالبانو او حقاني شبکې ۶ کسان په تورلیست کې شامل کړل
۱۳۹۶ بهمن ۶, جمعهد متحده ایالاتو د ماليي وزارت ویلي دي چې له دغو شپږو کسانو څخه پنځه یې د مرستو د راټولو او همداشان د تجهیزاتو او موادو د انتقال مسوولان وو، څو د طالبانو او حقاني شبکې له عملیاتو سره مرسته وکړي. ویل شوي دي چې شپږم کس د طالبانو د پوځي چارو مسوول وو.
دغه نوی بندیز په متحده ایالاتو کې هر انفرادي کس او شرکت له دغو کسانو سره له هر ډول معاملې منع کوي.
د متحده ایالاتو د مالي وزارت د تروریزم او استخباراتو د څانګې مرستیال سیګال مندلکر، ویلي دي: «موږ شپږ انفرادي کسان [د دغو بندیزونو] تر هدف لاندې نیسو چې له طالبانو او حقاني شبکې سره تړاو لري. هغوی پر ائتلافي ځواکونو باندې په بریدونو، د کسانو په قاچاق او یا د دغو ترهګرو ډلو په مالي تمویل کې ښکیل دي.»
د هغه په خبره «د پاکستان حکومت باید له موږ سره کار وکړي، څو د طالبانو او حقانې شبکې پټنځایونه له منځه یوړل شي او د هغوي تروریستي تمویل په شدت سره تر هدف لاندې ونیول شي.»
د فرانس خبري آژانس د رپوټ له مخې د طالبانو له څلورو غړو څخه درو تنو عبدالقادر بصیر عبدالبصر، عبدالصمد ثاني او حافظ محمد پوپلزي د طالبانو د مالي کمیسیون سره کار کړی چې مشري یي ګل آغا اسحاق زي کوله.
د متحده ایالاتو د مالیې وزارت ویلي دي چې دغو کسانو د اسحاق زي تر مشرۍ لاندې د مخدره موادو له قاچاق کوونکو، ګران بیه کاڼو له پلورلو او د کسانو د برمته نیولو په بدل کې پیسې اخیستي او مرستې طالب جنګیالیو ته ویشل شوي دي.
څلورم کس چې مولوي عنایت الله نومیږی د طالبانو د پوځي چارو د چارواکي په توګه پیژندل شوی دی چې په اوسنیو وختونو او ۲۰۱۶م کال کې په کابل کې پر افغان او ائتلافي ځواکونو باندې د بریدونو له پاره مسوول ګنل شوی دی.
دوه نور کسان چې په دغه تور لیست کې شامل کړی شوي دي د فقیر محمد او ګلا خان حمیدي په توګه پیژندل شوي دي. ویل شوي دي چې دغو کسانو پاکستان میشته حقاني شبکې سره د بسپنو په راټولو او د پیسو په انتقال او همداشان منځني ختیځ او له هغې ورهاخوا د جنګیالیو په لیږد کې مرسته کړې ده.
فقیر محمد د حقاني شبکې له پاره د ستر مرسته راټولونکي او حمیدي بیا د حقانې شبکې د سیمې د باندې په سوریه، ایران او ترکیه کې د مدیریت له پاره د مهم کس په توګه یاد شوی دی. پر دې سربیره له القاعدې شبکې سره د هغه همکاري هم یاده شوې ده.
د متحده ایالاتو د مالیي وزارت په وینا حمیدي، له کلونو راهیسې د سفرونو په همغږي کولو او د قاچاق په فعالیتونو کې هم ښکیل دی. ویل شوي دي په دغه څه کې د ۲۰۱۷ کال په وروستیو کې د یوه ایراني قاچاقبر په واسطه له افغانستان څخه اروپا ته د کسانو لیږل هم شامل دي.
فرانس پرس
زموږ له آرشیف څخه: