1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا د اروپا په شمال کې خپل پوځي حضور پياوړی کوي

۱۳۹۵ فروردین ۱۳, جمعه

د روسیې د «تهاجمې سیاست» په غبرگون کې امریکا اعلان کړی دی چې د اروپا په ختیځ کې د ټانکونو یوه قطعه ځای پر ځای کوي. کیدای شي امریکا د دې تر شا خپلو اروپایې متحدینو ته هم یو پيغام ولري.

https://p.dw.com/p/1INLL
اروپاته لېږونکي امريکايي ټانکونه
انځور: picture-alliance/dpa/S. Kahnert

د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت (پنټاگون) د اروپا ختیځ ته د خپلو زري واحدونو د استولو خبر ورکړی دی. ټاکل شوې ده چې د دغو واحدونو استول د ۲۰۱۷م میلادي کال په فبروۍ میاشت کې پیل شي.

د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر بارک اوباما په جنوري میاشت کې د دفاعي بودیجې د زیاتیدو خبر ور کړی وو. له اوږدې مودې راهیسې اروپایې متحدان د امریکا د پوځي حضور د تقویه کولو غوښتنه لري. په ناټو کې د روسیې سفیر الکساندر گروشکو، د چټک غبرگون په ترڅ کې وویل چې روسیه به د امریکا دغه اقدام بې ځوابه پری نږدي.

د تاس خبري آژانس په حواله نوموړي د «روسیه۲۴» تلویزوني شبکې ته ویلي: «موږ بې عمله تماشاچیان نه یو. موږ به په ترتیب سره هغه نظامي اقدامات وکړو چې اړین یې بولو، څو د امریکا نظامي حضور تقویه کیدو ته مو ځواب ورکړی وي، چې هیڅ توجیه نه لري».

ټاکل شوې ده چې پوځي واحدونه به د تمریني موخو له پاره په متحرک شکل په مختلفو هیوادونو کې مېشت شي. پنټاگون د دغو پوځي واحدونو دقیق ځای مشخص کړی نه دی.

خو اټکل کیږي چې دغه پوځي واحدونه به په هغو اروپایې هیوادونو کې چې له روسیې سره په مستقیم ډول گډه پوله لري لکه د بالکان حوزې هیوادونه، پولینډ، رومانیا او بلغاریا کې ځای پر ځای شي.

همدارنگه ویل کیږي چې د ۲۰۱۷م کال تر پایه پورې به د دغو قطعاتو د ځای پر ځای کیدو چاري بشپړي شي. په پام کې ده چې ۴۲۰۰ عسکر،۲۵۰ ټاکونه، هویتزر ډوله توپخانه، د مرميو ضد موټر او ۱۷۰۰ نور پوځي موټر دغې سمي ته واستول شي. په هرو ۹ میاشتو کې به دغه پوځي واحدونه بدلیږي او تر ټولو مودرنه تجهیزات به اروپا ته استول کیږي.

پنټاگون اعلان وکړ چې اروپا به د مودرنه او ډیرو غښتلو واحدونو شاهده وي. په اروپا کې د ناتو لوی قوماندان جنرال فیلیپ بریدلاو، د دغه اقدام هدف، د اروپا په ختيځ او نورو برخو کې د روسیې د تیري په پام کې نیولو سره خپلو شریکانو او په ناټو کې متحدانو ته ډاډ ورکول بلل شوي.

د مارچ میاشتې پر۳۰ نېټه د امریکا متحدو ایالاتو د دفاع وزیر اشتون کارتر، د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې د ناټو د موجودیت پر ارزښت ټینگار وکړ. هغه وویل چې ناټو سازمان له خپل جوړښت راهيسي د امریکا او نړۍ د امنیت په برخه کې مهم کارونه کړي دي.

د امریکا د گډو ځواکونو عالی قوماندان جوزف دانفورد، هم په همدې کنفرانس کې وویل چې د ناتو په اهمیت کې هیڅ شک نشته.

دغو دواړو سیاستوالو په خپلو څرگندونو کې په امریکا متحدو ایالاتو کې د ولسمشرۍ په مقدماتی ټاکنو کې شخړیز کاندید دونالد ترامپ په مقابل کې غبرگون ښکاره کړ. ترامپ تیره اونۍ غوښتي ول چې د ناټو له پاره دې د امریکا لگښتونه راکم کړل شي.

د اوکراین تر کړکیچ او د روسیې له خاوري سره د کریمیا ټاپو تر الحاق وروسته له لویدیځ سره د روسیې اړیکي خړې پړې شوي دي. اوکراين په وار وار تور لگولې دی چې روسیه په دغه هیواد کې جگړې ته لمن وهي.