1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا: دا ځل پر سپوږمۍ پاتې کیږو

۱۳۹۸ تیر ۳۰, یکشنبه

پنځوس کاله مخکې امریکا په دې وتوانیده چې سپوږمۍ ته په لومړي ځل یو انسان ولیږي. د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ او مرستیال یې د اپولو ۱۱ ماموريت تر ډیر اغیز لاندې راغلي او وايي چې «دا ځل به په سپوږمۍ کې پاتې شو.»

https://p.dw.com/p/3MRq5
USA | 50 Jahre Mondlandung
انځور: picture-alliance/dpa/AP Photo/J. Raoux

د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر مرستیال مایک پنس، سپوږمۍ ته د تګ د ۵۰ کلیزې په مناسبت هغې سیمې ته ورغلی چې اپولو ۱۱ ترې د سپوږمۍ په لور حرکت کړی وو. بوز الدرین هغه امریکايي دی چې پر سپوږمۍ یې د لومړي ځل له پاره قدم ایښی وو. هغه د امریکا د ولسمشر له مرستیال سره مل وو او دوی د امریکا په فلوریډا ایالت کې هغه ځای ته ولاړل له کوم ځایه چې بوز الدرین سپوږمۍ ته خپل سفر پیل کړی وو.

سربیره پر دې، د ۱۹۶۹م کال د جولای میاشتې پر ۲۰ نیټه د دې تر سره شوي بريالي ماموریت مشر نایل ارمسترانګ له نن څخه اووه کاله وړاندې ومړ. په دې سفر کې مل بل امریکايي او سپوږمۍ ته د تلونکي فضايي بیړۍ پیلوټ مایکل کولینس بیا د فولریډا ایالت په دې نمانځغونډه کې ګډون نه وو کړی. په دې مراسمو کې مایک پنس وویل چې له نن څخه پنځوس کاله وړاندې د اپولو ۱۱ ماموریت د شلمې پیړۍ داسې یوه تاریخي پیښه وه چې د دې فرصت برابروي چې په ۳۰ پیړۍ کې به په پراخه توګه په یاد وساتل شي. نوموړی د اپولو ۱۱ ماموریت تر دومره اغیز لاندې راغلی چې په خبره یې د ترمپ اداره په پام کې لري چې په ۲۰۲۴م کال کې یو ځل بیا سپوږمۍ ته د تګ ماموريت داير کړي او ځينې کسان هلته پاتې هم شي.

د امریکا په سیاتل موزیم کې هغه فضايي بیړۍ نندارې ته وړاندې کيږي چې د لومړي ځل له پاره یې درې تنه امریکایان سپوږمۍ ته ورسول. نن ورځ ګڼ شمیر نندارچیان د دغې فضايي بیړۍ د لیدو له پاره یاد موزیم ته ورځي. په دې کسانو کې د کمپیوټري پروګرامونو امریکايي جوړونکی ټیم ټرنر هم وو. نوموړی  ښه په یاد لري چې۵۰ کاله وړاندې په تور او سپین تلویزیون کې یې پر سپوږمۍ باندې د لومړي قدم ایښودونکو انسانانو انځورونه کتل. ټرنر وویل: «د اپولو ۱۱ پیښه تر اوسه پورې هم یوه ډیره حیرانونکې پیښه ده.»

USA | 50 Jahre Mondlandung
انځور: picture-alliance/dpa/Bildfunk/AP Photo/J. Raoux

سپوږمۍ ته د امریکایانو تګ د امریکا متحده ایالاتو په ټولو برخو کې لمانځل کیږي. تر دغې غونډې وروسته، د امریکا متحده ایالاتو مرستیال ولسمشر، کینډي ته ولاړ، يعنې هغه ځای چې د اپولو ۱۱ ماموریت پکې د سپوږمۍ پر لور خپل سفر پیل کړی وو. پنس دلته راغلو ګډونوالو ته خپله وینا واوروله. سپینې ماڼۍ بیا په دې مناسبت پر خپل هغه هدف یوځل بیا ټینګار کړی چې غواړي دغه تاریخي پیښه یو ځل بیا تکرار کړي او دا ځل مریخ ته امریکایان واستوي.

د دې ټولو سربیره، که څه هم امریکا لومړی هیواد دی چې سپوږمۍ ته یې انسانان ولیږل، خو امریکا سپوږمۍ ته د تګ خپل ماموریت په یوازې سر او آن د روسیې او د ټولې نړۍ له مرستې پرته هم نه شو ترسره کولی. له تخنیکي پلوه، امریکایانو له ټولې نړۍ څخه مرسته ترلاسه کړې ده. د امریکا په دې ماموریت کې له بریتانیا نیولې، تر استرالیايي او اروپايي انجنیریانو او تخنیکي کارګرو پورې برخه اخیستې وه.

AP / KH.NS