1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

«داعش اوس هم د افغانستان په ګډون په نړۍ کې یو جدي ګواښ دی»

۱۳۹۸ مرداد ۱۱, جمعه

امریکا متحده ایالاتو ویلي دي چې که څه هم په سوریې او عراق کې د »اسلامي دولت خلافت« له منځه تللی دی، خو دغه ډله اوس هم یو جدي ګواښ دي. امریکا دا هم ویلي دي چې القاعده اوس یو ځل بیا پیاوړې شوې ده.

https://p.dw.com/p/3ND9L
Bildergalerie IS in Afghanistan
انځور: picture-alliance/dpa/G. Habibi

د امریکا متحده ایالاتو د ترهګرۍ ضد ادارې مشر نتن سیلیز، په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل چې د افغانستان، افریقا او په ځانګړې توګه نایجریا په څیر هيوادونو کې د داعش د ځپلو له پاره یوې نړیوالې هڅې ته اړتیا شته. هغه ټینګار وکړ چې امریکا متحده ایالات باید دغه جګړه په یوازې سر و نه کړي.

سیلز وویل چې داعش ترهګرې ډلې خپل بریدونه لا مرګوني کړي او خپل فعالیتونه یې نویو سیمو ته غځولي دي. د اسلامي دولت پر ضد په نړیوالو هڅو کې د امریکا ځانګړي استازي جیمز جفري، هم ویلي دي چې داعش همدا اوس هم په سوریې او عراق کې ۱۵۰۰۰ جنګیالي لري.

د داعش شاوخوا ۲۰۰۰ بهرني افراطي جنګیالي د امریکا په ملاتړ«د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو» په بند کې دي. واشنګټن اوس پر بیلابیلو هیوادونو باندې غږ کوي چې خپل اتباع ومني او په خپلو هیوادونو کې یې محکمه کړي.

داسې ښکاري چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، په ځانګړې توګه له هغو اروپايي هیوادونو سره زړه تنګی دی چې د داعش په لیکو کې خپل جنګیدلي اتباع بیرته نه مني او یا هم دا کار ډیر ورو کوي.

ترمپ له سپینې ماڼۍ بهر خبریالانو ته وویل: «موږ د اسلامي دولت په زرونو داسې جنګیالي لرو چې غواړو اروپا یې ومني. و به لیدل شي چې ایا هغوی دغه کسان مني او که نه. که یې دا کار و نه کړ نو موږ ښايي اړ شو چې هغوی په اروپا کې خوشي کړو.»

جفري په عین حال کې ټینګار وکړ چې داعش د سوريې په هغو سیمو کې پټنځایونه لري چې د امریکا او سوریې دیموکراتیک پوځ د عملیاتو له ساحې بهر دي. په دې کې هغه سیمې هم شاملې دي چې د ولسمشر بشارالاسد، د ځواکونو تر کنترول لاندې دي.

سیلز، بیا روښانه کړه، په داسې حال کې چې د نړۍ تمرکز پر داعش دی، القاعدې بیرته خپل ځواک ترلاسه کړی دی: «القاعده تر بل هر وخت پیاوړې ده.»

امریکايي چارواکو په عین حال کې له دې ډډه کړې ده چې هغه رپوټونه تائید یا رد کړي چې ښيي د القاعدې د مشر اسامه بن لادن زوی حمزه بن لادن، وژل شوی دی. خو ترمپ وویل: «حمزه بن لادن زموږ د هیواد پر ضد ډیر ګواښونه کول او یو څوک دا کار نه شي کولی.»

ترمپ دا خبره تائید او یا هم رد نه کړه چې ایا د القاعدې د بنسټ ایښونکي دغه زوی وژل شوی او که نه.

(ms/nz (dpa