1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا ترکیي ته د جنګي جټ الوتکو د تجهیزات ورکړه بندوي

۱۳۹۸ فروردین ۱۳, سه‌شنبه

له روسيي څخه دهوایي دفاع سیستم د خریدارۍ پر سر د رامنځته شوي جنجال په غبرګون کې امریکا متحده ایالاتو ترکیي ته د F-35 ډوله جنګي جټ الوتکو د پرزو ورکول بند کړي دي. انقرې تر اوسه پورې د امریکا انتقاد له پامه غورځولی دی.

https://p.dw.com/p/3G5DM
Israel Air Force F-35 Jet
انځور: picture-alliance/AP Images/A. Schalit

په ترکیي کې د روسي ساخت پلان شوي توغندیو دفاعي سیستم د نصبولو پر سر د راپورته شوي جنجال او نارضایتۍ له امله د امریکا حکومت انقرې ته د F-35 ډوله جنګي جټ الوتکو لیږدل درولی دی.

په واشنګټن کې د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت(پنټاګون) ویلي دي، تر کومې چې د ترکیي حکومت د روسیي له S-400  ډوله دفاعي سیستم څخه صرف نظر نه وي کړی، تر هغې به دې هیواد ته د F-35 ډوله جنګي جټ الوتکو د پرزو استول او په دې ارتباط نورې معاملې او فعالیتونه بند کړي.

متحده ایالاتو واضحه کړې ده چې د ترکیي له خوا به ورته د هوایي دفاع S-400 ډوله دستګاه نصبول د منلو وړ نه وي. دا د امریکا متحده ایالاتو لومړی دقیق ګام دی چې په ناټو سازمان کې د خپل یوه متحد پر وړاندې یې پورته کوي او دغه هیواد ته د جټ الوتکو د تجهیزاتو صادرول بندوي.

پنټاګون په عین وخت کې ټینګار کړی دی چې په دې برخه کې ډیالوګ یا خبرو اترو ته لاره پرانیستې ده، خو ترکیي تر اوسه پورې د امریکا د دې اقدام پر وړاندې غبرګون نه دی ښودلی.

ترکیي د مسکو له حکومت سره د S-400 ډوله هوایي دفاع د توغندیز سیستم پر خریدارۍ موافقه کړې ده. په عین وخت کې انقره غواړي چې له امریکا څخه F-35 ډوله جنګي جټ الوتکی ترلاسه کړي، د کوم پر ضد چې په نظري توگه د توغندیو د S-400 ډوله هوایي دفاع سیستم کاريدلی شي.

ترکیه په پلان کې لري چې تر اکتوبر میاشتې وروسته باید د هوایي دفاع دغه سیستم فعاله او کار اخیستنې ته اماده اوسي. له دې کار سره به ترکیه د ناټو سازمان لومړی غړی هیواد وي چې د روسیي د وسلو پر دغه سیستم سمبالیږي، چې په اړه یې ويل کيږي چې د ناټو د وسلو د سسټم سره نه عياريږي.

له روسیي څخه د دغه سیستم ترلاسه کول د یوې اوږدې مودې راهیسې د ترکیي او امریکا ترمنځ یوه شخړیزه موضوع ده. په جولای میاشت کې د نېشنل انټرسټ "The National Interest" په نوم مجلې د یوې څیړنې په اساس، له امریکایي جیټ الوتکو سره د روسیي د تولیداتو په اصطلاح «ګډول» د امریکایانو تر ټولو لویه اندیښنه ده. 

زياته شوې چې که ترکیه دغه دواړه ولري، نو کولی شي هغه وازموېي چې دغه دفاعي سیستم د امریکایي جټانو پر وړاندې څومره اغیزمن دی او روسیه بیا کولی شي دغه معلومات د ترکیي په وسیله ترلاسه کړي.

د انقرې حکومت په ۲۰۱۷ م کال کې په ناټو کې د خپلو متحدینو له خوا انتقادونه رد کړي دي. دغه هیواد غواړي په جولای میاشت کې د توغندیو دغه دفاعي سیستم کارونې ته چمتو کړي.

stu/wa (rtr, dpa)-N.S