1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا او بریتانیا له افغانستان څخه د پلان له مخي سرتېري باسي

۱۳۹۰ اسفند ۲۵, پنجشنبه
https://p.dw.com/p/14L9r

په افغانستان کي د امریکايي عسکر له خوا د ملکي کسانو تر وژلو وروسته، بیا هم متحده ایالات او بریتانیا له دغه هیواد څخه د پلان له مخي د سرتېرو پر را ایستلو ټینګار کوي. د امریکا جمهور رئیس بارک اوباما او د بریتانیا صدراعظم دېوید کيمېرون په سپینه ماڼۍ کي تر یوې لیدني کتني وروسته وویل چي دغه ماموریت به له پلان سره سم پای ته ورسیږي.

د ناتو پوځي ماموریت تر ۲۰۱۴ کاله پوري دوام کوي. له هغه راهیسي چي یوه امریکایي عسکر د کندهار ولايت په پنجوايي ولسوالۍ کښي ۱۶ تنه ملکي کسان ووژل ، آوازې دي چی گويا امریکایان به ډېر ژر له دغه هیواد څخه خپلي قواوي وباسي.

په دې ترڅ کي د امریکا د متحده ایالاتو یوه ویاند دا خبره هم تائید کړه چي دغه امریکايي قاتل اوس له افغانستان څخه ايستل سوی دئ.