1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکایي وگړي د حوثي یاغیانو په بند کې

آژانسونه/ شمس الرحمن ناصر۱۳۹۴ خرداد ۱۱, دوشنبه

په یمن کې یو شمیر امریکایي وگړي له شیعه حوثي یاغیانو سره بندیان دي. د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په دې اړوند د « واشنگټن پوسټ» ورځپاڼې رپوټونه تائيد کړي دي.

https://p.dw.com/p/1FZwv
انځور: picture-alliance/AP Images

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت یوه استازي ویلي دي چې دوی به د بندیانو د آزادولو له پاره له هر ډول امکاناتو څخه کار واخلي. زیاته شوې ده چې له هیواد څخه د باندی په نورو هیوادونو کې د امریکایي اتباعو حفاظت د لومړیتوبونو په سر کې ځای لري. د امنیتي دلایلو او موضوع د محرمیت له امله دغه امریکایې چارواکي ونه غوښتل چې د واشنگټن پوست له خوا د خپاره شوې دغه رپوټ په هکله نوره تبصره وکړي.

واشنگټن پوست ورځپاڼې لیکلي دي چې حوثي یاغیانو لږ تر لږه ۴ تنه امریکایې اتباع د یمن پلازمېنې صنعا ته نزدې په په یوه زندان کې ساتلي دي. ویل کیږي چې له دغو کسانو څخه درې تنه په خصوصي اقتصادي برخه کې په فعالیتونو بوخت ول او څلورم تن یې د امریکا او یمن د دواړو هیوادونو تابعیت درلود. د امریکا متحده ایالاتو حکومت د یوې اوږدې مودې راهیسې پر دې نه دی توانیدلی چې دغه بندیان آزاد کړي، ځکه چې دوی په مستقیم ډول له حوثي یاغیانو سره ارتباط نه لري.

‍په عمان کې خبرې اترې

په عین وخت کې د یمن حکومت یوه استازي چې اوسمهال د جگړې له کبله د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې دی په عمان کې د امریکا متحده ایالاتو او حوثي یاغیانو تر منځ د خبرو اترې رپوټ ورکړی دی. د یمن یوه حکومتي ویاند د رویټرز خبري آژانس ته ویلي دي چې د دغو خبرو اترو هدف د یمن خونړي کړکیچ ته د حل لارې پيدا کول دي. نوموړي زیاته کړې:« موږ ته اطلاع راکړل شوې چې دغه خبرې اترې د امریکایانو په غوښتنه ترسره شوي.»

نه هم حوثیانو او نه هم امریکا متحده ایالاتو پر دغه رپوټ کومه تبصره کړې ده. که دوی دغه رپوټونه تائید کړي، نو دا به د حوثي شیعه یاغیانو او د متحده ایالاتو د حکومت تر منځ لومړنۍ رسمي خبرې اترې وي چې په عمان کې ترسره کیږي.

امریکا متحده ایالات د حوثي یاغیانو پر وړاندی جگړه کې په لویدیځ کې د سعودي عربستان تر ټولو مهم متحد دی. سعودي عربستان د مارچ په میاشت کې د حوثي یاغیانو پر شا تمبولو له پاره یو پوځي اتحاد رامنځ ته کړ. امریکا متحده ایالات له دغه اتحاد سره د وسلو او تخنیک په برخه کې مرسته کوي. که څه هم عمان د خلیجي هیوادونو د همکارۍ شورای یو له شپږو غړو څخه دی، خو په دغو پوځي عملیاتو کې یې برخه نه ده اخیستې.

آیا سعودي عربستان خوشه یې بمونه کارولي دي؟

د بشري حقونو فعالان په یمن کې د جگړې پر ماهیت او ډول انتقاد کوي. هیومن رایټس واچ یا د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان ویلي دي چې داسې شواهد وجود لري چې د یمن په جگړه کې د نړیوالو اصولو پر خلاف له خوشه یې بمونو څخه کار اخیستل شوی دی.

د بشري حقونو فعالان نیوکه کوي چې انځورونو ته په کتلو او د عیني شاهدانو د وینا له مخې د یمن په شمال کې د حوثي یاغیانو تر کنترول لاندی سیمو کې خوشه یې بمونو ملکي خلک ټپیان کړي دي. ویل کیږي چې په دغو ټپیانو کې ماشومان هم شامل دي.

د نوموړي سازمان کارکوونکو د یمن په شمال کې د سعده سیمې څخه لیدنه کړې ده. د دغو فعالانو په خبره د دې امکان شته چې د یوه هوایې برید په ترڅ کې له هوا څخه خوشه یې بمونه غورځول شوې وي.