1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکایي سناتوران: په افغانستان کې نوې ستراتیژۍ ته اړتیا لرو

۱۳۹۶ تیر ۱۴, چهارشنبه

د امریکا متحده ایالاتو د کانګرس د دواړو ګوندونو له استازو یو جوړ شوي هیئت افغانستان ته سفر کړی دی او د دغه هیواد له پاره یې د ترمپ د ادارې نوې پالیسي د اعلانیدو غوښتنه کړې، چې د یاغیانو پر وړاندې جګړه کې یو بدلون راولي.

https://p.dw.com/p/2fwJ8
John McCain
انځور: picture-alliance/dpa

د امریکا متحده ایالاتو د کانګرس د دواړو ګوندونو له استازو یو جوړ شوي هیئت افغانستان ته سفر کړی دی. مخکې له دې چې دغه هئیت کابل ته ورسیږي، دوه ورځې یې د افغانستان په ګاونډي هیواد، پاکستان کې تیرې کړې.

دغه لیدنه په داسې حال کې ترسره کیږي چې تمه کیږي ترمپ به په روانې میلادي میاشتې کې د افغانستان له پاره خپله نوې ستراتیژي اعلان کړي.

په افغانستان کې د ۲۰۱۴ کال په پای کې د ناټو د جنګي ماموریت له پای ته رسیدو سره، د طالبانو بریدونو یو څه زور اخیستی او د ملکي وګړو تلفات هم ډیر شوي دي.

جان مکین د سه شنبې په ورځ په کابل کې د ناټو په یوې پوځي اډې کې جوړې شوې خبري غونډې ته وویل: «موږ هیڅ یو هم نه شو ویلي چې موږ په افغانستان کې د بریا پر لار روان یو.» هغه زیاته کړه: «د دې وضعیت بدلون ته اړتیا شته.»

سیمي ته په دغه سفر کې له جان مکین سره د کانګرس نور غړي لیندسي ګراهام، الیزابت وارن، شلدون وایت هاوس او دیوید پردو مل دي.الزبت وارن وویل چې راغلي ده چې پوه شي په افغانستان کې څه روان دي.

هغې زیاته کړه: «موږ په امریکا متحده ایالاتو کې داسې یوې ستراتیژۍ ته اړتیا لرو چې په افغانستان کې زموږ مقصد تعریف کړي. دا هم باید روښانه شي چې څرنګه دې مقصد ته رسیدای شو.»

د امریکا متحده ایالاتو چارواکو ویلي دي چې ترمپ به د همدې جولای میاشتې په جریان کې د افغانستان له پاره خپل سیاست اعلان کړي. ویل کیږي چې د ۳۰۰۰ او ۵۰۰۰ تر منځ د اضافي امریکایي سرتیرو استول هم د نوې ستراتیژې برخه ده.