1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکایي سناتوران د طالب بندیانو ممکنه لیږد اندیښمن کړي دي

۱۳۹۰ دی ۱۷, شنبه

که څه هم د متحده ایالاتو حکومت له ګوانتانامو څخه د طالب بندیانو د آزادولو په اړه خپله وروستۍ پریکړه نه ده اعلان کړې، خو د دغه هیواد په سنا کي وار تر مخه لا د دې موضوع په اړه اندیښنې رامنځ ته شوي دي.

https://p.dw.com/p/13fkn
متحده ایالاتو لا د دغو بندیانو د لیږد په اړه خپله وروستۍ پریکړه نه ده اعلان کړې
متحده ایالاتو لا د دغو بندیانو د لیږد په اړه خپله وروستۍ پریکړه نه ده اعلان کړېانځور: picture alliance/dpa

ویل کیږي چې د امریکا متحده ایالات غواړي د افغانستان د سولې په بهیر کې د اعتماد د رامنځ ته کولو له پاره له ګوانتانامو زندان څخه یو شمیر طالب بندیان افغان حکومت ته وسپاري. که څه هم د اوباما اداره په دې هکله یوې وروستۍ پریکړي ته نه ده رسیدلې خو دې موضوع اوس هم امریکایي سناتوران اندیښمن کړي دي.

امریکایي چارواکو د دغه هیواد د سنا یو شمیر غړو ته د هغې طرحې په اړه معلومات ورکړي دي، چې له مخي ئې د طالبانو پنځه لوړپوړي غړي چي اوس په ګوانتانامو کي دي، افغان حکومت ته سپارل کیږي.

امریکا غواړي چې افغان حکومت ته د طالب په ور سپارلو سره د افغانستان د سولې په بهیر کي د اعتماد فضا رامنځ ته کړي او په دغه هیواد کې لس کلنه جګړه د سولې له لاري ختمه کړي.

د طالبانو د هغو چارواکو په ډله کې چې ښایي متحده ایالات ئې افغان حکومت ته وسپاري د طالبانو پخوانی قوماندان، ملا محمد فضل هم شامل دئ. هغه په افغانستان کي د ډيرو انسانانو په وژنو تورن دئ.

د ملا محمد فضل ممکنه آزادیدلو د متحده ایالاتو په سنا او د دغه هیواد په استخباراتي شبکو کې ځيني اندیښنې را پیدا کړي دي. د سنا ځینو غړو خو د لیکونو په ترڅ کي د دغې طرحې په وړاندي د خنډونو د رامنځ ته کولو ګواښونه کړي دي.

د امریکا د سنا یوه کارکوونکي چې د نوم د نه اخيستلو په شرط ئې خبري کولې د رویترز خبري آژانس ته ویلي دي چې د سناتورانو په منځ کې داسي اندیښنې شته چې که د طالبانو بندیان یو  وار بیا افغانستان ته واستول شي، کیدای شي هغوی بیا هم په جګړه کي برخه واخلي.

دغه چارواکي زیاته کړې ده چي د سنا غړي همدا راز د افغان حکومت د وړتیا په اړه هم اندیښنه لري، ځکه چې کیدای شي له دغه بندیان ونه ساتلای شي.

که څه هم د امریکا لخوا د طالب بندیانو د لېږد په اړه جزئیات لا نه دي روښانه سوي خو د دغي طرحي له پلي کیدو سره به د افغانستان د سولي په بهیر کې یو ډیر لوی بدلون او پرمختګ رامنځ ته شي.

د متحده ایالاتو د قانون له مخې د دغه هیواد حکومت باید د سنا استخباراتي کمیټې ته د بندیانو د لیږد جزئیات ورکړي. د دې ترڅنګ باید حکومت سنا ته داسي اسناد هم وړاندي کړي چې آزادیدونکي بندیان به بیا د ترهګرۍ په فعالیتونو کي برخه نه اخلي او امریکا ته به ګواښ نه وي.

پر دې ټولو سربیره هم سنا په عادي حالت کې نه شي کولای چې د بندیانو د لیږد په مخکي خنډ سي. د دې کار د ترسره کولو له پاره باید یو ځانګړی نوی قانون تصویب شي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض