1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکایي جنرال: د پاکستان له لوري «مثبتې نښاني» لیدل کیږي

۱۳۹۶ اسفند ۹, چهارشنبه

یوه جګپوړي امریکايي جنرال د سه شنبې په ورځ ویلي دي چې د پاکستان د پوځ له لوري د «مثبتو نښانو» پیلیدل یې مشاهده کړي دي. دغه څرګندونې د ترمپ له خوا اسلام آباد ته د پوځي مرستو تر ځنډولو څو اوونۍ وروسته کیږي.

https://p.dw.com/p/2tRIV
Flagge Pakistan und USA
انځور: Getty Images/AFP/M. Ralston

د پاکستان او امریکا متحدو ایالاتو تر منځ وروسته له هغې اړیکې ترینګلې شوې چې په تیر اګست میاشت کې ولسمشر ترمپ پاکستان په دې تورن کړ چي یاغیانو ته پټنځایونو ورکوي.

د روان میلادي کال په جنوري میاشت کې ترمپ، پاکستان ته د پوځي مرستو د ځنډولو امر وکړ او ویې ویل چې پاکستان د افغان طالبانو او حقاني شبکې پرضد کافي اقدامات نه کوي.

د متحدو ایالاتو د پوځ د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال جو ووتل، د استازو مجلس وسله والي جرګه ګۍ ته ویلي دي «اوس موږ مثبتي نخښي نښانې لیدلي دي.»

دغه جنرال ویلي دي «د هغوی د ارتباطاتو له لاري، موږ ته د ځینو اقداماتو په هکله راپور راکوي... لا تر اوسه پورې د ستراتیژۍ د بدلون په برخه کې د هغوی دغه اقدامات دومره پریکړنده نه دي چې موږ یې تمه لرو، خو د هغوی دغه اقدامات مثبتې نښانې دي او ما ته داسې هیله راکوي چې زموږ روش سم دی.»

فرانس پرس خبري آژانس په خپل رپوټ کې لکیلي دي چې امریکايي چارواکي په دې باور دي چې د پاکستان داخلي استخباراتي اداره (آی اس آی) او ځیني نور پوځي ارګانونه د خپلو ایډیالوژیکي دلایلو او په افغانستان کې د هند د نفوذ د مخنیوي له پاره له اوږدي مودې راهیسې له ياغيانو سره اقتصادي او د وسلو مرسته کوي. خو اسلام آباد بیا دغه تورونه ردوي.

ووتل په خپلو خبرو کې دا هم ویلي دي چې په افغانستان کې د ۱۶ کلنې جګړې د بریا تر لاسه کولو له پاره له پاکستان سره همکاري مهمه ده. په پام کې ده چې په سږني پسرلي کې د متحدو ایالاتو نور په زرونو عسکر د افغان ځواکونو د روزني لړۍ پیل کړي.

د ووتل په خبره د افغانستان ۶۴ سلنه نفوس د حکومت تر کنترول لاندي سیمو کې ژوند کوي، ۱۲ سلنه د طالبانو تر کنترول لاندې او باقې پاتې په هغو سیمو کې اوسیږي چې جګړې پکښې رواني دي.

زموږ له آرشیف څخه: