1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

امریکایي جنرال: افغان ځواکونه دې په ژمي کې تهاجمي جګړه وکړي

۱۳۹۶ دی ۱۳, چهارشنبه

د منځني ختیځ له پاره د امریکا تر ټولو لوړپوړی قوماندان غواړي چې افغان امنیتي ځواکونه په سږني ژمي کې د طالبانو او نورو یاغی ډلو پر ضد مخکې له دې چې د یاغیانو اوړني عملیات پیل شي، په لا ډیر تهاجمي ډول عمل وکړي.

https://p.dw.com/p/2qFvp
Afghanistan US Army Air Force Stützpunkt in Herat
انځور: DW/H. Hashimi

دا به په افغانستان کې د امریکا متحدو ایالاتو د نوي پلان برخه وي چې غواړي له مخې یې د افغانستان د جګړې مسیر بدل کړي. د امریکا متحدو ایالاتو د قوماندې له مرکز څخه جنرال جوزف وتال، ویلي دي چې افغانستان ته د اضافي امریکایي روزونکو رسیدل کیدای شي چې د جګړې بڼې ته بدلون ورکړي. دغه کسان به له افغان ځواکونو سره د جګړې لومړۍ کرښې ته لا نژدې ګد فعالیت کوي. که څه هم د جنرال وتال په خبره دا موضوع به د امریکایي ځواکونو له پاره د ګواښ د لوړیدو په معنی وي، خو هغه روښانه کړې ده چې امریکايي قوماندانان به ځان ډاډه کړي چې امریکایي او د ناټو نور ځواکونه په کافي اندازه محافظت لري.

له دې څخه هدف دا دی چې افغان امنیتي ځواکونه ژر تر ژره په خپل پوځي کمپاین کې پرمختګ وکړي. جنرال وتل له اسوشیتد پرس خبري آژانس سره په مرکه کې ویلي دي: «امریکا متحد ایالات غواړي چې پر تهاجمې عملیاتو باندې تمرکز وکړي او موږ به د یوې پراخې هڅې په لټه کې یوو چې دغه نوښت په داسې حال کې چې د جګړې موسم [اوړي] ته رسیږوي، په لاس کې ونیسو.»

دغه امریکایي جنرال زیاته کړې: «افغان ځواکونه باید خپل فشارونه جاري وساتي باید د دې له پاره کار وکړي چې ژر تر ژره په جګړه کې بر لاسي ولري، څو کله چې موږ د جګړې راتلونکي فصل ته ننوځو، پر دې نوښت باندې لا ډیر کار وکړي.»

د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، په خپله نوې ستراتیژي کې په افغانستان کې میشتو امریکایي قوماندانانو ته تر پخوا ډیر صلاحیت ورکړی چې د طالبانو او اسلامي دولت جنګیالیو پر ضد تهاجمي عملیات وکړي. دغه ستراتیژي چې په اګست میاشت کې اعلان شوه، هدف یې د افغانستان په جګړه کې د رامنځ ته شوي بنبست ماتول دي.

داسې ښکاري چې افغانستان په ۲۰۱۸م کال کې هم د ولسمشر دونالد ترمپ، په مهمو لومړیتوبونو کې شامل دی. هغه د ۲۰۱۸م کال په لومړيتویت کې د افغانستان پر ګاونډي پاکستان، باندې سختې نیوکې وکړې او دغه هیواد یې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې په دوکه او دروغ ویلو تورن کړی او ویې ګواښه چې که حالات بدل نه شي نو واشنګټن به اسلام آباد ته خپلې پوځې مرستې بندې کړي.

جنرال وتل روښانه کړې ده چې ناټو د افغانستان هوايي ځواک او ځمکني ځواکونه روزي. هغه زیاته کړې: «کله چې هغوی [افغان امنیتي ځواکونه] د جګړې بل فصل ته داخلیږي نو هغوی به په رښتیا سره مهمه تهاجمي وړتیا وښيي.»

خو دا لومړی ځل نه دی چې امریکا د افغان ځواکونو د روزنې بهیر پراخوي او یا په دې هیواد کې د خپلو سرتیرو شمیر زياتوي. پخواني ولسمشر بارک اوباما هم په ورته اقداماتو لاس پوری کړی وو، خو د هغه سیاستونه د طالبانو په ځپلو و نه توانیدل.

روان کال به د افغانستان له پاره د ولسمشر دونالد ترمپ، د ستراتیژي د آزموینې کال وي. خو کارپوهان بیا ټینګار کوي چې ښایي په افغانستان کې د امریکا هدف د اوسني وضعیت ساتل وي ترڅو د جګړې ښکیل اړخونه په دې پوه شي تر ډې ډیر پرمختګ نه شي کولای او سولې ته غاړه کیږي.