1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا ښايي د بې پيلوټه الوتکو محکمه جوړه کړي

رويترز، نسيم صابر۱۳۹۱ بهمن ۲۱, شنبه

ولسمشر بارک اوباما د دۍ اوونۍ په جاري بحثونو کې وغوښتل چې د متحده آيالاتو پر اتباعو باندې هم د بې پيلوټه الوتکو د بريدونو امر ورکړي، خو ځينو قانون جوړوونکو وويل چې د «بې پيلوټه الوتکو يوه محکمه» دې جوړه شي.

https://p.dw.com/p/17bIR
انځور: picture alliance/dpa

دغه محکمه به د مشکوکو اورپکو د په نښه کولو امر ورکوي. په داسې حال کې چې د بې پيلوټه الوتکو د عملياتو د حقوقي ارزونې مفکوره ښايي سياسي ملاتړ ومومي، خو د متحده آيالاتو ګڼ شمېر چارواکو د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۳ کال د فبرورۍ ۸مه نېټه) وويل چې دغه اقدام به ښايي د کانګرس يا سپينې ماڼۍ له خوا ونه شي. د سپينې ماڼۍ يوه چارواکي بيا ويلي دي چې په دغسې يوه اقدام باندې همدا اوس غور کيږي. د پنج شنبې په ورځ د «سي آي آی» د مشرۍ لپاره نوماند، جان برېنن، يوې غونډې ته رابلل شوی و چې په کې د ده د دندې د تاييد او د سناتورانو له خوا د يوې محکمې د جوړولو په اړه خبرې وشوې.

دغه محمکمه دې د متحده آيالاتو د استخباراتي شبکو له طرفه د وړاندې شويو قضيو د حقوقي اړخ په اړه څېړنه وکړي چې له مخې يې مشکوک اورپکي په نښه کيږي. دغه محکمه کېدای شي د هغې محکمې بڼه ولري چې د مشکوکو جاسوسانو يا ترهګرو د الکترونيکي تعقيب او د خبرو د اورېدلو په برخه کې وجود لري.

«د عملياتي برخې کنترول»

سناتورې ديان فاينشتين، چې د سنا د استخباراتو د کميټې دموکراته مشره ده، د پنجشنبې په ورځ وويل چې هغه غواړي د دغې مسالې «د حقوقي کولو وړانديزونه وګوري د دې لپاره چې د بې پيلوټه الوتکو بريدونه په هغه ډول تر سره شي چې زموږ له ارزښتونو سره سمون ولري. دا وړانديز هم شوی دی چې د بهرنيو استخباراتو د څارنې محکمې ته ورته يوه محکمه دې جوړه شي د دې لپاره چې په کې د دغسې بريدونو د تر سره کولو قضيې بيا وکتل شي.»

د «سي آي ای» نوی نومول شوی مشر، جان برېنن
د «سي آي ای» نوی نومول شوی مشر، جان برېننانځور: Reuters

سناتور انګوس کينګ، چې د ماين آيالت مستقل سناتور دی، د غونډې په ترڅ کې وويل چې د ده تصور دا دی چې د عملياتي برخې چارواکي به د بې پيلوټه الوتکو محکمې ته ورځي او «په يوه اعتمادي فضا او پټ ډول به قضيه وړاندې کوي او وايي به چې فلانی امريکايي تبعه يو مخالف جنګيالی دی چې په دې ترتيب به لږ تر لږه يو څه نا څه د عملياتي برخې کنترول شوی وي.»
کينګ وړانديز وکړ چې يوازې د متحده آيالاتو پر اتباعو باندې بريدونه د محکمې تاييد ته هم اړتيا لري. نور سناتوران بيا د دې امکان هم نه ردوي چې دغسې يوه محکمه به ښايي پر غير امريکايانو باندې د بې پيلوټه الوتکو د بريدونو په برخه کې هم پرېکړه وکړي.

سپينه ماڼۍ غواړي د ترهګرۍ ضد چارو بيا کتنه وکړي

د جمعې په ورځ د سپينې ماڼۍ يوه چارواکي دې ته اشاره وکړه چې حکومت دغسې يوې مفکورې ته هر کلی وايي. پرته له دې چې له بې پيلوټه الوتکو څخه يادونه وکړي، نوموړي چارواکي وويل: «سپينې ماڼۍ پر بېلابېلو لارو باندې بحث کړی دی چې کېدای شي له مخې يې د څه د پاسه يوه کال راهيسې د ترهګرۍ ضد عملياتو په هکله يوه مستقله بيا کتنه هم وشي.

که يوه ځانګړې محکمه جوړه هم شي، خو د کانګرس او حکومت چارواکي بيا په دې نظر دي چې دا کار به ډېر ژر صورت ونه نيسي. دا په داسې حال کې ده چې بې پيلوټه الوتکې ډیری وخت د القاعدې او هغوی پورې تړلو کسانو پر وړاندې عملیات تر سره کوي.