1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا: څلور روسي توغندي په ايران کې لګېدلي دي

۱۳۹۴ مهر ۱۷, جمعه

د چارشنبې په ورځ د روسيې سمندري ځواک له کسپين سمندرګي څخه څلور توغندي د سوريې په لور توغولي ول. د امريکا متحده آيالاتو د څرګندونو له مخې دغه مارش ډوله توغندي په ايران کې لګېدلي دي.

https://p.dw.com/p/1GlQn
انځور: Reuters/Ministry of Defence of the Russian Federation

داسې ښايي چې ټولو مارش ډوله روسي توغنديو په سوريه کې هدفونه نه دي ويشتلي. د امريکا متحده آيالاتو د حکومت يوه استازي وويل چې څلور دغه توغندي په سوريه کې نه، بلکې د ايران په خاوره کې کښته شوي دي. خو دا يې ونه ويل چې د امريکايانو د معلوماتو له مخې دغه توغندي چېرته لګېدلي دي او دا چې آيا مرګژوبله يې اړولې ده، که نه. د روسيې حکومت د امريکايانو دغه څرګندونې سمدلاسه رد کړې. په مسکو کې د دفاع وزارت څرګنده کړه چې «ټولو توغنديو خپل هدفونه ويشتلي دي.»

د روسيې د نويو هوايي بريدونو تر سيوري لاندې د سوريې پوځ د «اسلامي دولت» يا داعش ترهګرې ډلې او ګڼ شمېر ياغي ډلو په وړاندې خپل ځمکني تعرضي عمليات غځوي. د سوريې پوځ لوړپوړي چارواکي، علي عبدالله ايوب په دولتي تلويزيون کې وويل: «د سوريې وسلوالو ځواکونو نن پراخ عمليات پيل کړي دي څو ترهګرې ډلې ماتې کړي او اړونده سيمې او کلي آزاد کړي، چې د ترهګرۍ او جنايتونو له لوري اغېزمن شوي دي.»

د يوې اوونۍ راهيسې د سوريې هوايي ځواک په سوريه کې بريدونه کوي. دغه پوځي عمليات په جنګ ځپلي هېواد کې د لا ډېر تاوتريخوالي باعث کيږي.

۲۷ هدفونه ويجاړ شوي دي

د روسيې د دفاع وزارت ويلي دي چې د ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې د ۲۲ هوايي بريدونو له لارې ۲۷ «ترهګريز» هدفونه په حماه، رقه او حمص کې ويشتل شوي دي، چې درې ډوله جنګي الوتکو دغه ماموريتونه تر سره کړي دي. تورن جنرال ايګور کوناشېنکوف وويل چې د نورو موخو تر څنګ د مرميو زېرمې له منځه وړل شوي دي. نوموړي پر لويديځ باندې تور ولګاوه چې له روسيې سره په سوريه کې د همکارۍ لېوالتيا يې رښتينې او د زړه له کومي نه ده. مسکو د ده په خبره څو وارې پوښتلي دي چې آيا د داعش ترهګرې ډلې پټنځايونو يا خزې ورته معلومې دي، خو د کوناشېنکوف په وينا «جواب خاموشي ده يا ردونه.» حکومت ته نژدې سوريايي ورځپاڼې «الوطن» راپور ورکړی دی چې د سوريې پوځ څه د پاسه لس کلي او ټول ټال ۷۰ مربع کیلومتره خاوره بېرته نيولې ده.

د سپتمبر مياشتې له پای راهيسې د روسيې هوايي ځواک په سوريه کې بريدونه کوي چې ډېري يې د روسانو د څرګندونو له مخې د جهاديانو د داعش نومې ډلې په وړاندې تر سره کيږي. خو لويديځ دغو څرګندونو ته د شک په سترګه ګوري او وايي چې ډېري بمونه پر هغو ياغي ډلو غورځول کيږي چې د بشار الاسد د رژيم پر وړاندې جنګ کوي. سربېره پر دې د چارشنبې په ورځ په کسپين سمندرګي کې د روسي جنګي کښتيو له لوري مارش ډوله توغندي د داعش او له القاعده سره يو ځای شوي النصره جبهې په وړاندې استعمال شول.

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سېرګي لاوروف، له خپل امريکايي سيال جان کېري، سره د تليفون له لارې د سوريې د وضعې په اړه وغږېد. په مسکو کې د بهرنيو چارو وزارت څرګنده کړه چې دغه خبرې د «امريکا متحده آيالاتو په وړانديز» شوي دي چې موخه يې د جنګي واحدونو تر منځ د «غلط فهميو» مخه نيول وو.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب