1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا: په نيويارک کي د بمي حملې هڅه د پاکستاني طالبانو کار نه دی

۱۳۸۹ اردیبهشت ۱۳, دوشنبه

د نيويارک په یو بازار کي د شنبې په ماښام د ترورستي برید هڅه شنډه سوه. د دغه ښار په مشهور ټایمز سکور، نومي ميدان کي يو موټر پارک سو ؤ،چي پکښي یو بمب کشف سو. دا چي ددې حملې تر شا څوک ولاړ دي، پوليسو پلټنه پسي پيل کړې ده...

https://p.dw.com/p/ND0F
په نيويارک کي پوليس د موټر بم د خونسا کولو پر مهال
په نيويارک کي پوليس د موټر بم د خونسا کولو پر مهالانځور: AP

داسي ښکاريده، چي د مظنون بم ايښودونکي غوښتل قصداً ځان ته پام راواړوي: هغه د Times Square په ميدان کي خپل نيسان موټر چالان پريښوی ؤ او اشارې يي هم لګېدې.

د ويډويي عکسونو له مخه اوس پوليس په يو سپين پوستي 40 کلن سړي پسي ګرځي چي د پيښي له ځای څخه يې ځان ويستی او سمدلاسه يي خپل کميس هم تبديل کړی.

د نيويارک د پوليسو مشر، رايموند کيلي پرون ماښام په يو مطوعاتي کنفرانس کي وويل:

«دا چي هر څوک ؤ، هغه به ؤ،خو غوښتل يي چي يو لو ګډه وډي او شور ماشور رامنځ ته کړي»

دا چي ددې ګډوډۍ مخه ونيوله سوه او څه پيش نه سول، د سړک پر سر د يو خرڅونکي او د سيمي د پوليسو د ګزمې د سمدلاسه غبرګون برکت دی:

« ما د پروپان ګاز بوتل او بنزين وليدل، زه فکر کوم چي ګولی مو له سر بچ کړه. که نه خدای خبر، چي څه به پېښ سوي وای.»

د بم خونساکولو کومانډو کار کونکو په جيپ موټر کي درې بوتله ګاز، دوې ډبې بنزین او یو کریټ، چي په هغه کي ښايي کيمياوي سره ځای پر ځای سوې ول. پلټونکي وايي ښايي دا امونیم نیترات مواد وي، چي ډیر ژر اور اخلي.

د تروريستي فعالیتونوکار پوه او د متحده ایالاتو د حکومت يو پخوانی مامور ریچارد کلارک ددغه بمي حملې هڅه ډیره خطرناکه وګڼله:

« که چيري دغه ټول مواد یو تر بله سره سم وصل سوي وای، ښايي د چادوني مخه نیول سوې نه وای.»

که څه هم د Times Square د بمي هڅي جوړښت، د کار پوهانو په نظر، هغو بمونو ته ورته ده، چي پخواد القاعدې شبکې له خوا څني استفاده سوې،خو امريکايي پلټونکي د پاکستاني طالبانو هغه ادعا ردوي، چي ګواکي دا دهغوی پلان ؤ.

د نیویارک د پولیسو مشر کيلي وايي: « موږ هيڅ داسي شواهد نه لرو، چي هغه دي ددغي ادعا ثبوت وګنل سي.»

د متحده ایالانو پولیس نه يوازي په یو نا معلوم شخص پسي ګرځي، بلکي په موټر کي پاته شواهد هم لټوي.

د دغه موټر لمبر پليټ هم تبديل سوی دی، هغه لمبر پلیټ چي پر هغه لګول سوی، د هغه نه دی، بلکي د پردی موټر دی، چي د نیویارک په یو بل ځای کي پارک سوی ؤ.

Schmidt, Thomas/ عبدالباري حکيم

کتونکی. زيارمل