1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا په افغانستان کي د خپلو عسکرو د ناوړه چلند په اړه بخښه غوښتې

۱۳۹۰ فروردین ۲, سه‌شنبه

امريکايي ځواکونو د خپلو هغو پوځيانو په عکسونوچي د يو افغان جسد سره چي ددوي لخوا په افغانستان کي وژل سوی او بياورته سپکاوی سوی بخښنه غوښتې. عکسونه د المانۍ مجلي « ديرشپيګل» لخوا ددوشنبې په ورځ خپاره سول.

https://p.dw.com/p/RBSN
امريکايي عسکر
امريکايي عسکرانځور: AP

شپيګل لیکي: په يوه عکس کي جيرمي مورلوک نومی امریکايي ښکاري، چي د مرګ په تور تورن وو، او بيا تيره مياشت يي پر دې جرم اقرار کړی.

د شپيګل لخوا په خپروسوو عکسونو کي په يوه عکس کي يو جسد ته بې احترامي سوې او په بل عکس کي د وژل سوي ملکي وګړي سر پورته خوا ته کش کړی.

د امريکا د پوځ لخوا په يوه خپره سوې بيانيه کي راغلي چي دغه عکسونه داسي څه په نښه کوي « چي موږ ته نه يوازي په صفت د يو انسان د منلو وړ نه ده، بلکي دا د امريکايي پوځونو د معيارونو او کړنلارو سره هم په ټکر کي ده.»

په برلين کي د امريکا د سفارت لخوا په خپره سوې بيانيه کي راغلي «موږ د هغه خفګان چي ددې عکسونو له امله رامنځ ته سوی بښنه غواړو.»

مورلوک يو د هغه پنځوو عسکرو څخه دی، چي د درو بې ګناه ملکي وګړو په وژنه تورن دي. هغه ددې کال د فبرورۍ په مياشت کي دا جرم منلی وو.

که چيري پر هغه لګيدلي ټول تورونه ثابت سي کيدای سي په ۲۴ کاله يا عمري بند محکوم سي؛ که چيري هغه د خپلو نورو ملګرو پر خلاف شاهدي ورکي کيدای سي د هغه سزا را کمه کړای سي.

د جنګ په اړه په لسګونوعکسونه چي د امريکايي پوځيانو لخوا برمته سوي، د امريکا د متحده ايالاتو لپاره ډير شرمونکي دي. دا عکسونه د عراق د ابوغريب د زندان د عسکونو سره پرتله کيږي، کوم چي د امريکايي پوځي مامورينو لخوا په ۲۰۰۴ کي اخيستل سوي ول.

پوځ وايي چي دا عکسونه به په پوځي محکمه د ثبوت په توګه وکارول شي.

« دغه عکسونه په کامله توګه د نظم او ظبط سره په ټکر کي دي. او دا زموږ د پوځيانو هغه مشخصي لاسته راوړني چي په افغانستان کي لرلي تر پوښتني لاندي راوستي.»

د «دير شپيګل» مجله په خپل آنلاين راپور کي ليکي: د ناټو يو جنرال د تيرو تجربو په اساس وايي، اټکل کيږي چي په راتلونکو ورځو کي به قهريدلي لاريونونه پيل سي او يا به هم د ناټو پر ځواکونو په بريدونو کي ډير والی راسي.

واشنګټن دا مسله جدي نيولي او په لوړه کچه يې اړيکي ټينګي کړي، د بارک اوباما مرستيال جو بايدن په دي نژدې کي د افغان ولسمشر حامد کرزي سره ددي قضيې په اړه ږغيدلی. د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال ډيوډ پيټريياس هم له ولسمشر سره ليدلي.

د بخښني په غوښتنو او په دې وعدې ورکولو سره چي په پيښه کي ککړو کسانو ته جزا ورکول کيږي، امريکايان په دې هيله دي چي ولسمشر کرزي به کومه قهروونکي بيانيه ورنکړي.

د څېړونکو په اند دې حقيقت ته په کتو سره چي تر اوسه کوم سخت عکس العمل يا مظاهره نده تر سره سوې دا ددې معني نه ورکوي چي خطر تير سو.

دا هم يو حقيقت دی چي ددوشنبې ورځ په افغانستان کي عمومي رخصتي وه. د بهرنيو چارو په وزارت کي يو لوړپوړی چارواکی چي کرزي ته نږدې کس بلل کيږي په دې باور دی چي دا کار به د امريکا سره په جدي سياسي شخړه واوړي.

ګاونډی هيواد پاکستان چي د امريکا سره يې اړيکي هم ترينګلي سوي دا پيښه تعقيبوي. د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند وويل « موږ په دي خبر يو، خو اوس داد افغان دولت کار دی چي په دې اړه څه وايي.»

آژانسونه/سيد رياض

کتونکی: نجيب الله زيارمل