1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا ـ په زرهاؤ د ترمپ پر ضد احتجاج وکړ

۱۳۹۴ اسفند ۲۲, شنبه

د امريکا په متحده ايالاتو کي د جمهوري غوښتونکي ولسمشرۍ کانديد دونلد ترمپ د ټاکنيز کامپاين غونډه په تاوتريخوالي واوښته. نوموړي په دغه غونډه کي د ګډون څخه معذرت وغوښت.

https://p.dw.com/p/1IC38
انځور: picture-alliance/dpa/T. Maury

د امريکا د متحده ايالاتو د ولسمشرۍ و راتلونکو ولسمشريزه ټاکنو ته د کانديدۍ کانديد دونلد ترمپ په شيکاګو کي د ټاکنيز کامپاين غونډه پلان کړې وه. خو دغه غونډه چي د ايلينويس پوهنتون دننه پلان سوې وه، د ګډوډي سره مخامخ سوه. دا د هغه وروسته چي د جمهوري غوښتونکي ګوند کانديد ترمپ د راغلو مينه والو تر منځ د هغه مخالفت کوونکو هم ځانونه تېر کړل او هلته يې د دونلد ترمپ پر ضد شعارونه ورکړل.

د دونلد ترمپ د پلويانو او د راغلو احتجاج کوونکو تر منځ ټېل ماټېل رامنځ ته سو. د راغلو کسانو تر منځ بعضي لاس او ګريوان سول او خبره وهلو ټکولو ته ورسېده. د دغه غونډي څخه اخستل سوي تلويزيوني انځورونه ښيي چي پوليس هم د تيارسی په حال کي راغلي ول. د دې له پاره چي دغه لانجه لوی بعد خپل نه کړي نو پوليسو احتجاج کوونکي له ودانۍ څخه دباندي وايستل.

د امریکايي تلويزيوني کانال CNN د راپور پر اساس دغه وخت په اړونده سالون کي د ۸۵۰۰ او ۱۰۰۰۰ تر منځ انسانان موجوده ول. د دونلد ترمپ مخاليفينو د سالون څخه دباندي د توکمپالنې پر ضد احتجاج وکړ.ترمپ چي په دغه وخت کي لا سالون ته نه ؤ رارسېدلی، د امنيتي چارواکو سره د مشورې وروسته يې اعلان وکړ چي په دغه غونډه کي به حاضر نه سي. دا په داسي حال کي چي ملياردر او د زيات جايدادونو لرونکي ترمپ د جمعې د ورځي (د ۲۰۱۶ کال د مارچ ۱۱مه نېټه) په يوه غونډه کي هم د هغه وينا د احتجاج کوونکو له خوا اخلال کړل سوې وه.

کله چي د ترمپ د ټاکنيز کامپاين يو کس د شيکاګو په ياد سالون کي اعلان وکړ چي ترمپ نه راځي، نو د هغه پلويان سخت په غوسه سول. هغوی د «موږ ترمپ غواړو» نعرې پېل کړې.

دونلد ترمپ
دونلد ترمپانځور: Reuters/C. Allegri

ترمپ وروسته د رسنيو سره په خبرو کي په شيکاګو کي د نه حاضرېدو څخه دفاع وکړه. هغه وويل چي نه يې غوښتل چي «ژوبل سوي کسان» وويني. خو د ترمپ يو شمېر مخاليفينو پر هغه تور لګولی چي د دا ډول تاوتريخوالي مسؤليت په غاړه لري، ولي چي د هغوی په وينا ترمپ په خپلو ويناؤ کي تاوتریخوالي ته خلک هڅولي دي. د بېلګي په توګه ترمپ هغه وخت پر يو احتجاج کوونکي په غوسه سو، کله چي هغه د نوموړي د ټاکنيز کامپاين غونډه اخلال کړه. ترمپ وويل: «زړه مي غواړي چي په دا خوله کي يې په سوک ووهم.»

ترمپ د خپل ټاکنيز کامپاين پر وخت د مسلمانانو، ميکسيکنانو، مېرمنو او خارجيانو پر ضد سختي خبري کړي دي. نوموړی د جمهوري غوښتونکي ګوند د نورو ټولو کانديدانو څخه مخکي دی او مخاليفين يې داسي اندېښنه لري چي ښايي په رشتيا د ولسمشرۍ له پاره کانديد سي.