1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا: د طالب بنديانو د آزادولو پريکړه مو نه ده کړې

۱۳۹۰ دی ۱۵, پنجشنبه

د امريکا متحده ايالاتو ويلي دي چي تر اوسه ئې لا د ګوانتانامو زندان د طالب بنديانو د آزادولو په برخه کي کومه پرېکړه نه ده کړې. کيدای سي دغه کار په افغانستان کي د سولي د بهير د پيلېدو او جګړې د ختمولو له پاره تر سره شي.

https://p.dw.com/p/13eaW
د گوانتانامو زيندان يوه برخه
د گوانتانامو زيندان يوه برخهانځور: AP

دا په داسي حال کي ده چي د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت وياندي، ويکتوريا نولند، ويلي دي چي واشنګټن تيار دئ، چي په قطر کي د طالبانو د دفتر د جوړيدو ملاتړ وکړي.

هغې زياته کړې ده، چي دغه دفتر بايد د سولي د خبرو اترو له پاره د افغان حکومت او نړيوالي ټولني ستندردونه مراعت کړي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د وياندي په خبره افغان حکومت او متحده ايالات غواړي له طالبانو سره د سولي له پاره خبري وکړي، خو چي پخواني شرطونه مراعات شوي وي.

په دې شرطونو کښي له طالبانو څخه غوښتل سوي دي، چي تاوتريخوالی به پريږدي، له القاعدي سره به اړيکي شلوي او د افغانستان اساسي قانون به مني.

يوه امريکايي چارواکي بيا ويلي دي، چي متحده ايالاتو د طالبانو له استازو سره د ګوانتانامو له زندان څخه د طالب بنديانو د آزادولو او يا هم استولو په اړه خبري کړي دي، خو د دغه کار له پاره ئې د طالبانو لخوا له القاعدې سره د اړيکو شلول او ځيني نور شرطونه ټاکلي دي.

دغه چارواکي چي د نوم نه اخيستلو په شرط ئې خبري کړي دي، ويلي دي چي په دې اړه لا تر اوسه پوري کومه پريکړه نه ده شوې او د طالبانو او امريکا تر منځ خبري په لومړۍ مرحله کي دي.

هغه ويلي دي، چي لا تر اوسه معلومه نه ده چي د طالبانو او امريکا تر منځ خبري به څه نتيجه ولري.

طالبانو د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چي په قطر کي د يوه سياسي دفتر له پرانستلو سره لومړنۍ موافقې ته رسېدلي دي. په قطر کي د طالبانو د دفتر پرانستل، د افغانستان د سولي په بهير کي ډير مهم ګام بلل کيږي.

طالبانو د سه شنبې په ورځ دا هم وويل چي د ګوانتانامو له زندان څخه د خپلو يو شمېر بنديانو د آزاديدو په اړه هم له امريکا سره په خبرو کي دي.

خو کله چي د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت له وياندي څخه په دې اړه وپوښتل شوه، هغي وويل چي امريکا به د افغانستان د سولي د بهير چي افغان حکومت ئې مشري کوي، جزئيات اعلان نه کړي. هغې وويل چي په دې برخه کي د جزئياتو اعلانول دغي پروسي ته تاوان رسوي.

د افغانستان د سولي په برخه کي د امريکا د جمهور رئيس اوباما مشاور وايي، چي ښايي له ګوانتانامو څخه د طالبانو بنديان آزاد نه شي خو هغه وايي چي دغه بنديان به يو بل ځاي ته واستول شي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکي: نجيب الله زيامل