1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا د سولي د هڅې هرکلی او پر طالبانو فشار ته ادامه ورکوي

۱۳۹۶ اسفند ۱۱, جمعه

په کابل کې د امریکا سفیر ویلي دي چې هيواد يې له طالبانو سره د سولې د خبرو له پاره د افغان حکومت د پلان هرکلی کوي، خو وايي چې پر طالبانو باندي فشار ته به ادامه ورکړي.

https://p.dw.com/p/2tZIO
Afghanistan Taliban-Gruppe unterstüzt TAPI-Projekt
انځور: DW/S. Tanha

په کابل کې د «کابل پروسې» په نامه تر نړیوال کنفرانس وروسته، ولسمشر اشرف غني له طالبانو سره د [سولې] د خبرو له پاره خپل پلان وړاندې کړ چې له مخې به یې که دغه ډله [طالبان] د سولي لاره غوره کړي، د یوه سیاسي ګوند په توګه به وپیژندل شي.

د ولسمشر غني د دې پلان پر وړاندې د امریکا متحده ایالاتو د لومړني غبرګون په توګه، په کابل کې د امریکا سفیر جان باس «له زړورتیا ډک د یوه موقف» په توګه د ولسمشر غني د پلان هرکلی کړی او هغه یې تر ۱۶ کلنې جګړې وروسته د خبرو له لاري د افغانستان د ستونزي د سوله ایز حل له پاره د [ولسمشر غني] د تعهد په توګه یاد کړ.

باس په کابل کې بهرنیو خبریالانو ته ویلي دي: «موږ پر طالبانو باندي بیا هم غږ کوو چې له کوم شرط پرته له افغان حکومت سره مستقیمې خبري پیل کړي.»

د امریکا سفیر همدا راز زیاته کړې ده چې د «کابل پروسې» د کنفرانس په پریکړه لیک کې موږ پر طالبانو غږ  وکړ چې له تاوتریخوالي لاس پر سر شي او اوس موږ ټول انتظار باسو چې دوی څه ځواب وړاندي کوي.

Afghanistan Kabul Friedens-Konferenz
انځور: Getty Images/AFP/S. Marai

نوموړي په کابل کې د بهرنیو خبریالانو په دې خبري غونډه کې همدا راز وویل: «په حقیقت کې دوی [طالبان] د جګړې په ډګر کې د نشه توکو له لارې په ترلاسه کیدونکې ګټه او همدا راز پر خپلو مالي [سرچینو] فشار احساسوي».

جان باس ټینګار کړی چې: «په دې متحد غږ سره اوس دوی د سیمې په کچه له مختلفو اړخونو فشار احساسوي. خو ترهغه چې موږ پایلې وینو موږ به د افغان ځواکونو ملاتړ ته ادامه ورکړو.»

د تیرکال له نومبر میاشتې راهیسې، د امریکا پوځ په افغانستان کې د طالبانو پر مختلفو اهدافو لکه د طالبانو پر روزنیزو کمپونو او د هیروینو پر لابرتوارونو باندي بریدونه ډیر کړي دي. دغه د وسله والو طالبان د عوایدو اصلي سرچینې ګڼل کیږي.

د ولسمشر غنې د دې وړاندیز په ځواب کې طالبانو تر اوسه پوري کوم تازه غبرګون نه دی ښوولی. خو د طالبان یوه ویاند ذبیح الله مجاهد د ټویټر له لاري د کابل پروسې پر کنفرانس نیوکه کړې او ویلي یې دي چې کنفرانس د طالبانو د تسلیمۍ غوښتنه کړې ده.

په عین وخت کې د امریکا سفیر جان باس ویلي دي چې د کابل پروسې نړیوال کنفرانس یوه ستره لاسته راوړنه ده، ځکه چې په سیمه کې ټول هیوادونه غواړي چې د افغانستان شخړه حل کړي او د پاکستان په ګډون چې ډیر وخت ورباندې د یاغیانو د ملاتړ تورونه لګول کیږي، د سیمې هیوادونه مرستي چمتو دي.

د سولې دغه وړاندیز د جنوري میاشتې په ترڅ کې په کابل کې تر خونړیو بریدونو شاوخوا یوه میاشت وروسته کیږي. د «کابل پروسې» په نوم دې نړیوال کنفرانس کې ملګرو ملتونو او امريکا متحدو ايالاتو په ګډون د شلو هیوادونو استازو ګډون کړی وو.

په افغانستان کې تر ټولو وژونکي بریدونه، انځوریز البوم زموږ له آرشیف څخه: