امريکا د حقاني شبکې پر پنځو تنو مالي تحريمونه وضع کړل
۱۳۹۰ آذر ۱, سهشنبهد متحده ايالاتو د خزانه دارۍ ادارې په يوه وينا پاڼي کي ويلي دي، چي دغه کسان يا خو خپله د حقاني شبکې، طالبانو او القاعدې ته پيسي ورکوي او يا هم هغوئ ته پيسې برابروي.
د امريکا د ماليې وزارت په حواله د وضع شوو تحريمونو له مخي اوس هيڅ يو امريکايي وګړۍ اجازه نه لري، چي له دغو کسانو سره مالي معاملې وکړي او په ټولو امريکايي مالي سازمانونو کي د هغوئ سرمايې ګنګل شوي دي.
د هغو کسانو په ډله کي چي اوس د امريکا د ماليې وزارت تر تحريمونو لاندي راغلي دي، يو هم عبدالعزيز اباسين دی. متحده ايالات باور لري، چي اباسين د حقاني ډلي له پياوړو قوماندانو څخه دئ.
د امريکا د خزانې ادارې ويلي دي، چي اباسين په افغانستان او پاکستان کي پر بهرنيو عسکرو بريدونه کړي:
« اباسين د طالبانو د يوه ګروپ مشري پرغاړه لري. هغه همداراز د پکتيکا په ولايت کي د بهرنيو جنګياليو له پاره د يوه تربيوي کمپ په جوړولو کي مرسته کړې وه. هغه پر اکمالاتي قطارونو باندي په بريدونو کي هم لاس لري.»
د ماليې وزارت د تحريمونو په ليست کي حاجي فيض الله نورزی او د هغه ورور حاجي ملک نورزی هم شامل دي. د وزارت په حواله حاجي فيض الله د طالبانو سره مالي مرستي کوي او ورور يې هم چي په پاکستان کي په تجارت بوخت دی دغه کار کوي:
«دغه دواړه کسان د طالبانو ميليونونه ډالر په سوداگرۍ کي سره اړوي.»
دغه راز عبدالرحمان او فض الرحمان هم د متحده ايالاتو تر تحريمونو لاندي راغلي دي. عبدالرحمان طالبانو ته پيسې راټولوي او قضل الرحمان د القاعدې او ازبکستان د اسلامي تحريک سره مالي مرستي کوي.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکي: نجيب الله زيارمل