1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا ته د کرزي د سفر څڅه د افغانانو هيلي

۱۳۸۹ اردیبهشت ۲۰, دوشنبه

په دي مهم سفر کي خبره د اعتماد د فضاء بيرته رغول دي. کابل نه غواړي چي په افغانستان کي په ټولو نيمګړتياوو کي ملامت وګڼل سي...

https://p.dw.com/p/NKWu
کرزی ددې دپاره، چي په کورني سياست کي برياليتوب ترلاسه کړي، د متحده ايالاتو ملاتړ ته اړتيا لري.
کرزی ددې دپاره، چي په کورني سياست کي برياليتوب ترلاسه کړي، د متحده ايالاتو ملاتړ ته اړتيا لري.انځور: AP

په دې وروستيو مياشتو کي کابل او واشنګټن د يو بل پر ضد ډير سره وږغېدل. ډيموکراټ بارک اوباما د اوله سره د جمهوريت غوښتونکو د اعتماد څخه پر برخمن کرزي باندي بې اعتماده ؤ.

د متحده ايالاتو نوي ادارې غوښتل چي په کابل کي د يو نوي افغان سياستوال سره همکاريو ته دوام ورکي، خو د تير کال د جمهوري رياست ټاکني کرزي وګټلي.

واشنګټن د غاښ په چيچلو سره د کرزي برياليتوب ومانه، خو په عين وخت کي يې په ټاکنو کي د يو لړ درغليو خبره وکړه. کرزی چي په ټاکنو کي د خپل برياليتوب سره پياوړی سو، دغه ډول نيوکو ته يې د جواب په توګه په ښکاره توګه په درغليو کي د افغانانو نه بلکي د بهرنيانو د لاس وهني اعلان وکړی.

سره بير پر دې کرزي خپل ځيني متحدين تورن کړل، چي په افغانستان کي د ملګرو او دوستانو چلند نه لري.

هغه وويل: بهرنيان بايد پوه سي، چي افغانان اشغالګران نه مني.که څه هم د افغانستان جمهور رئيس په خپلو قهرجنو ويناو کي هيڅکله د امريکا د متحده ايالاتو نوم نه دی اخيستئ، خو ټول پوهيدل، چي مقصد يې څوک دی.

د داسي يادونو په مقابل کي د واشنګټن په غبرګونو کي هم ډير ځنډرا نه غلئ. حتي خبره دې ته ورسېده، چي نژدې وه د امريکا متحده ايالاتو، هغه هيواد ته د کرزي سفر فسخه کړی وای.

اوس داسي مالوميږي، چي په دې وخت کي ځيني ګونجي هواري سوي وي.کابل بيا د امريکا متحده ايالات د افغانانو مهم شريک ګڼي.

د کرزي وياندتيره اونۍ د ژورنالستانو په وړاندي وويل، چي جمهور رييس په واشنګټن کي د خپلو خبرو اترو څخه ډيري هيلي لري. خو وحيد عمر څرګنده نه کړه چي د افغان حکومت د «رښتينو خبرو اترو» څخه مقصد څه دی.

د افغانستان يو پخواني ډيپلوماټ او د بهرنيو چارو کار پوه، احمد سعيدي په دې نظر دی، چي کابل د امريکا د متحده ايالاتو سره د خبرو اترو پر اهميت ښه پوهيږي او غواړي، چي خپلي غوښتني په عامه توګه څرګندي نه کړي.

« په دي مهم سفر کي خبره د اعتماد د فضاء بيرته رغول دي. کابل نه غواړي چي په افغانستان کي په ټولو نيمګړتياوو کي ملامت وګڼل سي. د «رښتينو خبرو څخه ښايي د هغه مقصد داوي،چي د ځينو ستونزو لکه اختلاس، خراب امنيتي وضعيت يا د ناوړه ادارې دپاره متحده ايالات هم ګرم دي.»

دا چي امريکا به دا ډول خبرو ته غوږ ونيسي او اهميت به ور کړي که نه، سړی سمدلاسه څه نه سي ويلای. خو کار پوه سعيدي په دې نظر دی، چي د بارک اوباما دپاره پرته له دې چي سپيني خبري وکړي، بله لاره نه ده پاته.

«کرزی ښايي په خپل وار سره د نا محدودي همکارۍ او نا محدود ملاتړ غوښتنه وکړي، په خاصه توګه د طالبانو سره د سولي په جرګه کي»،کومه چي دسعيدي په آند، «د متحده ايالاتو د فشار په نتيجه کي وځنډول سوه».

سر بيره پر دي کرزی غواړي چي په خپل هيواد کي د امريکا د متحده ايالاتو په راتلونکو پوځي عملياتو کي د تصميم نيولو حق ولري.

د سياسي چارو د کار پوه سعيدي په نظر کرزی غواړي، چي د خپل ولس د يو ټاکل سوي جمهور رئيس په توګه په درناوي ور سره چلند وسي.

«که چيري کرزی د واشنګټن څخه په ډک لاس او خوښۍ سره بير ته را ستون سي، نو کيدای سي، چي د سولي په جرګه کي د امريکا متحده ايالات د افغانستان د خلکود يو مهم شريک په توګه ياد سي، پرته تر هغه ښايي په جرګه کي مختلف اشخاص متحده ايالاتو ته د يو اشغالگر په توګه ښکنځل وکړي.»

کرزی ددې دپاره، چي په کورني سياست کي برياليتوب ترلاسه کړي، د متحده ايالاتو ملاتړ ته اړتيا لري.

که چيري د کرزي څخه ملاتړ ونه سي، کيدای سي هغه په تيرو ټولو ناکاميو او ناخوالو کي مسوول وګنل سي.

د سياسي چارو د کار پوه سعيدي په آند «بارک اوباما په ډير سخت وضعيت کي قرار لري، ښايي هغه بله چاره ونه لري، بېله دې چي په کابل کي د هغه چا سره همکارۍ ته دوام ورکي، چي په زړه کي يې ښه نه ايسي.»

رتبل آهنک/ عبدالباري حکيم

کتونکی. زيارمل