1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا:کوچنيان د عسکری څخه د ساتني تړون پر څلورو هيوادونو نه تطبيقيږي

۱۳۸۹ آبان ۱۷, دوشنبه

ماشوم د عسکرۍ څخه د ساتني تړون هغه قانون دی چي د امريکا پخواني ولسمشر جورج بش د خپل حکومت په وروستيو ورځو کي لاس ليک کړی وو. خو اوباما په دې برخه کي پر شا قدم اخلي.

https://p.dw.com/p/Q1pZ
انځور: dpa

ددې قانون طرحه په 2008 ميلادي کال کي د هغه وخت د سناټور او اوسني مرستيال ولسمشر جو بايډن لخوا وړاندي سوه او د امريکا د ګانګرس څخه يې پراخ ملاتړ ترلاسه کړی.

دا قانون وايي چي هغه هيوادونه چي کوچنيان د عسکرو په توګه پکښي کارول کيږي د واشنګټن څخه دي ورسره پوځي مرستي نه کيږي.

خو دغه قانون چي اوس بايد پلي سوی وای، د بش خلف بارک اوباما چي دا انتظار نه ځني کېدی، په دې برخه کي پر شا قدم اخلي.

اوباما په دې وروستيو ورځو کي خپل د بهرنيو چارو وزيري هيلري کلنټن ته يو لاس ليک سوې هدايت نامه ورکړې چي، څلور هيوادونه بايد ددې نوملړ څخه ليري سي.

دغه هيوادونه چاد، ګانګو، سوډان او يمن دي. چي د سپيني ماڼۍ د لوړپوړو چارواکو د وينا له مخه د اوباما اداره د ملي ګټو د خوندي ساتني له امله دا کارکوي.

واشنګټن غواړي چي د خپلو ګټو په خاطر پر دي هيوادونو باندي مثبت نفوذ او اغيزي ولري. د بيلګي په توګه که د يمن سره مرستي بندي سي نو سړی به دلته هغو هڅو ته زيان ورسوي چي د يمن حکومت يې د القاعدې د ترهګري شبکي د له منځه وړلو لپاره کوي.

په واشنګټن کي د دويچه ويله د خبريال کلاوس کاسټن د خبر له مخه دا هغه څرګندوني دي چي د امريکا د حکومت استازو د ژورنالسټانو سره په خبرو اترو کي وکړي. دوی وايي موږ نه غواړو هغو هيوادونو ته جزا ورکړو چي زموږ سره د ترهګرۍ پر ضد جګړه کي همکاري کوي.

يمن د ډيري مودې راهيسي د اسامه بن لادن د ترهګري شبکي پټن ځای بلل کيږي. د امريکا د مرستي په واسطه سړی غواړي چي د يمن حکومت دې ته وهڅوي چي د واشنګټن په ګټه د ترهګرو پر ضد لا نوري هلي ځلي وکړي.

خو د اوباما ددې پريکړي پايلي دا معني هم ورکوي چي په دې هيوادونو کي د ماشومانو د عسکرو په توګه کارونه دوام ولري. د بشري حقونو ټولنو په دې اړه خپل سخت خفګان ښکاره کړی.

د هيومن رايټس واچ د سازمان د ريس جو بيکر په آند د امريکا ولسمشر په دې توګه د دغه هيوادونو حکومتونو ته يوه داسي اجازه ورکوي چي د مخه يې دوی کولای سي ماشومان جنګ ته وليږي.

دا خبره چي سپينه ماڼۍ غواړي په دي هيوادونو دا ومني چي دوی به په منځ مهاله موده کي نور ماشومان د عسکرو په توګه ونه کاري، د هيومن رايټس واچ د ريس جو بيکر لپاره ډيره د ډاډ وړ خبره نه ده.

په دي اړه د هيومن رايټس واچ نظر ډير روښانه دی. دی وايي د امريکا حکومت بايد د بشري حقونو پر اصولو ودريږي.

کاستين کلاوس/ برېښنا صابر

کتونکی: نجيب الله زيارمل