1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکايي قواوي دي اوس د عراق څخه نه وزي

۱۳۸۹ مرداد ۲۱, پنجشنبه

عراقي جنرال د امريکا پر متحده ايالاتو ږغ کړی دی چي اوس دي د عراق څخه خپل عسکر نه باسي.

https://p.dw.com/p/OmIs
عراقی جنرال بابکير زيباري
عراقی جنرال بابکير زيباريانځور: U.S. Army

د برتانيې د ګاردينز ورځپاڼه ليکي چي د عراق د پوځ جنرال ويلي دي چي عراق پوليس اوس ددې جوګه نه دي چي د هيواد امنيتي چاري په خپله وساتي.

په بغداد کي په امنيتي غونډه کي د عراق د پوځ استازي جنرال بابکير زيباري ويلي دي چي د امريکا متحده ايالات دي په عراق کي خپل ماموريت نور هم اوږد کړي. ځکه د هغه په خبره عراقي پوليس د امريکايي ځواکونو پرته نسي کولای چي امنيت ټنګ کړي.

د امریکا د متحده ايالاتو جمهورريس بارک اوبام پرېکړه کړې چي تر ۲۰۱۱ کاله پوري به د عراق څخه ټول امريکايي عسکر و باسي.

ددې سره د امريکايي ځواکونو په وتلو د رواني يعني اګست د مياشتي په وروستيو کي پيل کيږي.

ag/ نجيب الله زيارمل

کتونکی: عبدالباري حکيم