1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکايي جنرال داويد پيترايس نن قرغزستان ورسيد

۱۳۸۸ اسفند ۱۹, چهارشنبه

دغه لوړ پوړی جنرال يوه ورځ وروسته ترهغه قرغزستان ته ورسيد چي امريکا اعلان وکړ، د پخواني شوروي اتحاد په دغه جمهوريت کي به د تروريستي ضد روزني يو مرکز پرانيځي

https://p.dw.com/p/MOaQ
انځور: AP

امريکا متحده ايالات او روسيه دواړه په قرغزستان کي پوځي هډې لري. د متحده ايالاتو د مرکزي قوماندانۍ د مشر، جنرال پيترايس دغه ليدنه کتنه ښايي ماسکو مغشوش کړي، ځکه هغه د منځني آسيا دغه بي وزلی خو له ستراتيژيکي لحاظه مهم هيواد، د خپل نفوذ ساحه ګڼي.

د قرغزستان په پلازمينه بيشکيک کي د متحده ايالاتو سفارت وويل چي جنرال پيترايس هلته ورسيد او دوې ورځي به له قرغزي چارواکو سره ليدني کتني ولري، خو په دې هکله يې ډير تفصيلات ور نه کړل.

قرغزستان تير ميلادي کال وروسته ترهغه چي د ماسکو له خوايې د دوه مليارد ډالرو د مرستي وعده ترلاسه کړه، متحده ايالاتو ته خبرداری ورکړ چي په ماناز کي د امريکايانو پوځي هوايي هډه به وتړي.

خو کله چي له واشنګتن څخه يې د نوموړي هډې په مقابل کي د کراء په توګه 180 مليون ډالره ترلاسه کړل، له خپل تصيم څخه بيرته واوښت. د مانازهوايي هډه په افغانستان کي د امریکا د متحده ايالاتو د پوځي ځواکونو د اکمالاتو لپاره خورا ژوند بخښونکی اهميت لري.

که څه هم روسيه وايي چي په منځنی آسيا کي واشنګتن ته د يو رقيب په سترګه نه ګوري، خو دا يې په ښکاره ډول ويلي دي چي د متحده ايالاتو د پوځي حضورڅخه خوښه نه ده او نه هم ورته هرکلی وايي.

په قرغزستان کي د روسيې او د امريکا متحده ايالاتو د دووهډو موجوديت په ښکاره توګه په سيمه کي د هغوی تر منځ د سيالۍ نښاني ګڼلی کيږي.

په بيشکيک کي د متحده ايالاتو سفارت پرون وويل چي د قرغزستان په جنوب کي په باتکين نومي سيمه کي به د تروريستي ضد روزني يو مرکز د 5،5 مليون ډالرو په ارزښت جوړ شي. له دې مخکي قرغزي او روسيي چارواکو ويلي وه چي ماسکو هم ښايي د يوه داسي مرکز د جوړولو تصميم ولري. خو د امريکا سفارت دا خبره رده کړيده چي دغه نوی مرکز به د متحده ايالاتو لپاره د يوې پوځي هدي په توګه وي، بلکه دا مرکز خپله د قرغزستان حکومت پوري اړه لري چي هغه تري استفاده وکړي.

د قرغزستان د دفاع وزارت وويل چي هغه په اوسني وخت کي نه غواړي پردې موضوع باندي تبصره وکړي او يا څه معلومات چاته ورکړي.

تحليلونکي وايي منځني آسيا چي ډيراوسيدونکي يې مسلمانان دي، که څه هم سيکولار رژيمونه لري، خو په وروستيو کلونو کی سخت په اقتصادي ستونزو کي ډوب شوي دي . دغه ناخوال اقتصادي وضعيت د زورپالونکو او رديکالو ډلو د فعايلتونولپاره زمینه برابروي او کيدای شي چي هغوی د خلکو د فقر اوبي وزلۍ څخه د خپلو سياسي هدفونو لپاره استفاده وکړي.

RTRE/ باری حکيم

کتونکی : محمد قاسم نوري