1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امرخېل: د غزني پر محکمه بريدکوونکي د پوليسو په جامو کي ول

آژانسونه۱۳۹۵ خرداد ۱۲, چهارشنبه

د غزني د پوليسو وياند جنرال امين الله امرخېل د آلمان ږغ ته وويل چي د چهارشنبې په ورځ د غزني ولايت د استناف پر محکمه بريد کوونکو د پوليسو يونيفورمونه اغوستي ول. افغان چارواکي وايي چي بريد د څلورو بريدګرو له خوا تر سره سو.

https://p.dw.com/p/1Iy9L
Karte Afghanistan Provinz Ghazni Deutsch
انځور: DW

د افغانستان په ختيځ ولايت غزني کي د وسله والو طالبانو بريدګرو د محکمې پر يوې ودانۍ بريد کړی دی چي پکښي د بريدګرو په شمول ۱۰ انسانان وژل سوي دي. په ياد ولايت کي د پوليسو وياند جنرال امين الله امرخېل د آلمان ږغ سره په تليفوني مرکه کي وويل چي بريد د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال د جون لومړۍ نېټه) د سهار په لسو بجو تر سره سو.

امرخيل د آلمان ږغ راډيو ته وويل: «مخاليفينو هڅه وکړه چي د سهار په لس بجې د پوليسو په يونيفور کي د غزني د استناف محکمې ته داخل سي. هغوی پيره لرونکی کس په خاموشه توپنچه شهيد کړ.»

د غزني د پوليسو وياند وويل چي بريد کوونکي «څلور پنځه کسه ول.» د هغه په وينا هغوی پر ځانونو باندي د چاودېدونکو توکو قمربندونه تړلي ول او دا چي هغوی په لاسي بمونو او وسلو مجهز ول.

د اسوشېتد پرېس خبري آژانس د خبر له مخي د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د دغې پيښي په تړاو يوه اعلاميه خپره کړې ده. په خبر کي راغلي چي د کورنيو چارو وزارت د بريدګرو شمېر څلور ښودلی دی. زیاته سوې چي يو بريد کوونکي خپل ځان الوزولی او درې نور په ډزو وژل سوي دي.

په دغه پېښه کي د ۵ ملکيانو او يو پوليس د وژل کېدو خبر هم ورکول سوی دی. ولايتي وياند جاويد سالنګي و خبري آژانسونو ته ويلي دي چي يو بريد کوونکي ځان د محکمې په دروازه کي الوزولی او درې نور د محکمې ودانۍ ته دننه ورننوتلي ول. زياته سوې چي پوليسو د بريدګرو د «له منځه وړلو» تر څنګ په يو موټر کي پټ د چاودېدونکو توکو د خونثی کولو هڅه هم کوله. په دغه بريد کي د ژوبل سوو کسانو دقيق شمېر تر اوسه نه دی څرګند کړل سوی.

له بل اړخه د افغانستان د شمالي ولايت بلخ د شولګره ولسوالۍ امنيه قومندان د سړک د غاړي په چاودنه کي وژل سوی دی. د بسم الله خان په نوم د ولسوالۍ دغه امنيه قومندان په خپل موټر کي پر لاره ؤ چي د چهارنبې په ورځ يې موټر د سړک د غاړي پر ماين وخوت. د بلخ د امنيه قومندانۍ مرستيال جنرال عبدالرازق قادري ويلي دي چي په بريد کي د يا پوليس چارواکي ساتونکي ژوبل سوي هم دي. د دغه بريد پړه وسله والو طالبانو په غاړه اخيستې ده.