1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امرخیل: زه د یوې دسیسې قرباني شوم

حسین سیرت / شمس الرحمن ناصر۱۳۹۳ تیر ۱۴, شنبه

ضیاالحق امرخیل وايي هغه اوازې چې د ده په هکله خپرې شوې وې چې نوموړی تښتیدلې دی واقعیت نه لري. امرخیل وايي چې د درملنې په موخه له هیواد څخه بهر تللې وو او هیڅ کله يي هم د تیښتې اراده نه درلوده.

https://p.dw.com/p/1CWLF
انځور: DW/H. Sirat

ښاغلي امرخیل وروسته ترهغې له خپلې دندې استعفاء وړاندي کړه چې د ډاکټر عبدالله عبدالله ډلې ادعا وکړه چې په ټاکنیزو درغلیو کې د هغه د لاس درلودلو په هکله اسناد لري. د هغو تلیفوني مکالماتو تر خپریدو وروسته چې ادعا کیږي د امرخیل غږ دی لوی جنجالونه راپورته شول او د دې لامل وگرځیدل څو امرخیل له خپلې دندې استعفاء وکړي.

ښاغلي امرخیل( د ۱۳۹۳ کال د چنگاښ د میاشتې په ۱۴ نیټه) د شنبې په ورځ د یوه خبري کانفرانس په ترڅ په کابل کې وویل: « یوازي د تداوۍ په خاطر د درې ورځو له پاره تللی وم، چې هغه هم دلته په داخل کې امنیتي ستونزې وې. که چیرې امنیتي ستونزې ډیرې موجودې نه وای، ما لکه د نورو افغانانو په څیر دغه تداوي په داخل کې کوله.»

امرخیل وویل چې په عادي پاسپورت د درې ورځو له پاره متحده عربي اماراتو ته تللې وو. وروسته تر دې چې امرخیل اماراتو ته ولاړ په ټولنیزو رسنیو کې وویل شو چې امرخیل تښتیدلې دی.

وروسته تر دې چې د امرخیل تلیفوني مکالمات رسنيو ته په اختیار کې ورکړل شول د عبدالله عبدالله د ټاکنیز کمپاین غړو ادعا وکړه چې امرخیل د غبرگولي د ۲۴ نیټې په تاکنو کې په پراخه پیمانه درغلۍ کړي دي. د دغه ټیم د ادعاو پر بنسټ امرخیل په ولایتونو کې د ټاکنیز کمیسیون له غړو سره په همغږۍ د یوه نوماند په گټه تقلب کړی دی.

«زه د دسيسو قرباني شوی يم»

خو ښاغلي امرخیل وویل چې د هغه په هکله ټول تورونه واقعیت نه لري او د ټاکنو د شکایتونو کمیسیون له خوا به وڅیړل شي: « امیدواره یم چې د شکایاتو محترم کمیسیون، چې اوس زما قضیه اصلي مرجع ته تللې، چې اصلي مرجع نه مې هدف دا ده چې ټاکنیزه موضوع ده، او د شکایاتو محترم کمیسیون له صلاحیتونو څخه دی هغوې بې طرفانه، مستقلانه او په دقت باندي دا موضوع وڅيړي او ولس په جریان کې واچوي.»

ښاغلي امرخیل وویل چې هغه د دسیسو قرباني شوې دی. نوموړي وویل چې له هیواد څخه د هغه په بهر تگ د محکمې له خوا بندیز نه دی لگول شوی او لکه د بل هر افغان په څیر حق لري چې خپل عادي ژوند ته ادامه ورکړي.

امرخیل د ټاکنیزو کمیسیونونو د استقلالیت غوښتنه وکړه: « له بهرنیانو څخه مو غوښتنه دا ده چې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون استقلالیت او پریکړو ته احترام وکړي او همدارنگه نوماندان هم باید احترام وکړي، څو افغانان سوکاله او آرامه ژوند ولري.»

امريکايي سياستوال په کابل کي

د ډاکټر عبدالله ټیم د درغلیو د اعاوو له امله د انتخاباتو له کمیسون سره خپلې اړیکې پری کړي دي. د لویدیځو دیپلوماتانو په منځگړیتوب د جمعې په ورځ د دواړو نوماندانو له خوا یو تخنیکي ټیم جوړ شو، تر څو پاکې او ناپاکې رايي یو له بل څخه جلا کړي.

دغه تخنیکي ټیم تر اوسه پوري د څیړني پر یو مشخص میکانیزم موافقې ته نه دی رسیدلې. د جان میکن او لیندسي گراهم امریکايي سياستوالو په منځگړیتوب دواړو ډلو د یوه تخنیکي ټیم پر جوړولو موافقه وکړه. ياد امريکايي سياستوال د ټاکنو د مسالې په برخه کې د منځگړتوب له پاره کابل ته ورغلي دي. دغو کسانو دواړو نوماندانو ته ویلي دي چې که د ټاکنو پایلې ونه منل شي، د کابل او واشنگټن اړیکو ته به سخته ضربه ورسیږي.