1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

الکو: نوي وکيلان به هرو مرو پارلمان ته ځي

۱۳۹۰ تیر ۵, یکشنبه

د افغانستان لوي څارنوال وايي، ۶۲ تنه نوي وکيلان به د موجودو مقاومتونو سره سره پارلمان ته ورځي.د ټاکنيزو شکايتونو يوې ځانګړي محکمې دوې ورځي د مخه په يوه تاريخي پريکړه کي ۶۲ تنه نوي وکيلان پارلمان ته ور معرفي کړل.

https://p.dw.com/p/11jgi
د افغانستان لوی څارنوال محمد اسحاق الکو
د افغانستان لوی څارنوال محمد اسحاق الکوانځور: AP

د دغي محکمې څيړنو ومونده چي په ملي شورا کي حاضر ۶۲ وکيلان په درغليو پارلمان ته بريالي سوي ول.

لوي څارنوال محمد اسحاق الکو تيره ورځ ناوخته په کابل کي له نويو برياليو پيژندل سويو وکيلانو سره په يوه مشورتي غونډه کي وويل چي څارنوالي به د قانون له مخه ياد وکيلان پارلمان ته ور ولي او زاړه هغه به تر قانوني تعقيب لاندي نيسي.

NO FLASH Parlament in Kabul Afghanistan
انځور: picture-alliance/dpa

په ورته وخت کي د پارلمان په دننه کي اکثريت وکيلانو پريکړه کړي چي که چيري موجود وکيلان له دندي ګوښه کړای سي نو دوی به په يوه خوله د پارلمان غونډي تحريم کړي.

په همدي حال کي د ولسي جرګې غړيو په تيره يوه اونۍ کي په پرلپسي توګه له لوي څارنوال څخه نيولي بيا د ستري محکمي تر ريس او د دغي محکمي د پينځو غړو پوري ټول رد صلاحيت کړي دي.

لوی څارنوال زړو وکيلانو ته ګواښ وکړ چي که پارلمان ته د نويو وکيلانو د ورتګ مخه ونيسي نو قانون به د هغوی لاس لنډ کړي.

الکول نويو وکيلانو ته ډاډ ورکړچي د ده په همکارۍ حساب وکړي.

Afghanistan Parlament in Kabul
انځور: AP

« تاسو به هلته هم له خپل حق څخه دفاع کوي، حکومت، اجرايه قوه اوڅارنوالي ستاسو په خدمت کي ده، هر هغه فيصله چي محکمې کړې د پلي کيدو وړ ده، نوي وکيلان به د ټول ټاکنو خپلواک کمېسيون ته ور پيژنو او هغوی به يې د ځانګړو مراسمو په ترځ کي پارلمان ته ور پيژني».

که له يوه لوري لوی څارنوالۍ نويو وکيلانو ته د همکارۍ ډاډ ورکوي له بلي خوا د ټاکنو کمېسيون وايي چي دوی پارلمان ته ور پيژندل سوي نوي وکيلان د قانوني استازو په توګه نه پيژني.

د دغه کمېسيون يوه وياند تابش فروغ رسنيو ته ويلي چي دوی لا وختي پريکړه کړې او هغه کسان چي اوس په پارلمان کي ناست دي د قانون له مخه د کمېسيون له لوري د وکيلانو په توګه پيژندل کيږي.

که له يوې خوا ملي شورا په ۱۳۵رايو لوي څارنوال سلب صلاحيت پيژندلی له بل لوري د ټاکنو کمېسيون هم څارنوال او د هغه ډله د انتخاباتو په بهير کي په بربنډي لاس وهني تورنه کړې ده.

Parlamentsabgeordnete Afghanistan 2011 Flash-Galerie
انځور: DW

خو لوی څارنوال محمد اسحاق الکو يو ځل بيا دغه تورونه بې اساسه وبلل.

« د دغو وکيلانو نصاب نه وو پوره، هلته په ۱۳۵کسانو کي چي زما په اړه يي پريکړه کړې ۶۲ تنه هغه کسان ناست ول چي وکيلان نه دي، هغوی بايد د پارلمان حريم ته نه وای ور پريښودل سوي، هغوی نور پارلماني خوندي توب نه لري».

د انتخاباتي شکايتونو د څيړلو ځانګړي محکمې د پنجشنبې په ورځ د خپلو څيړنو د موندنو له مخه ۶۲ تنه کانديدان بريالي اعلام کړ.

دغي پريکړي د ملک دننه او د باندي بيلا بيل غبرګونونه را وپارول.

په کابل کي د امريکي مشر ديپلومات کارل ايکن بيري پرون ويلي چي، د ځانګړي محکمې پريکړي نړيوالي ټولني ته ډيري مهمي دي او هغه بايد ښې تفسير او وڅېړل سي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل