1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

المان هم له افغانستان سره تړون لاسليکوي

۱۳۹۱ اردیبهشت ۵, سه‌شنبه

د المان د بهرنيو چارو وزارت ويلي دي چي له افغانستان سره د همکاريو سند به په راتلونکو څو اونيو کي لاسليک کړي.

https://p.dw.com/p/14jxh
انځور: picture alliance/dpa

ددغه هيواد د بهرنيو چارو وزارت يوه ویاند د دوشنبې په ورځ په برلين کي ويلي دي، چي تر ۲۰۱۴ کال وروسته د برلين او کابل تر منځ د همکاریو سند به په راتلونکو څو اونيو کي لاسلیک سي.

ددغه سند له مخي به المان د افغانستان په بيارغاونه، پراختیايي مرستي، فرهنگي راکړه وکړه، اقتصادي همکارۍ او په ځانگړې توگه د خامو موادو او هوايي ترانسپورت کي مرسته کوي.

د دواړو هيوادونو تر منځ د همکاريو پر يوه تړون باندي د تيرکال په ډسمبر کي د بن ددوهم کنفرانس دمخه په برلین کي ولسمشر حامد کرزي او مېرمن انگېلاميرکل هکړه کړې وه.

د المان د بهرنيو چارو وزارت وياند ويلي دي، چي ددغه تړون متن ئې د کابل چارواکو ته د کتني له پاره سپارلی دئ.

د کابل حکومت له امریکا متحده اياليتونو سره تر۱۸ مياشني بحث وروسته د ستراتيژيکو همکاريو د سند لاسليکولو ته نژدې سوی دئ. دغه تړون تر ډيره ځای پر امنیتي مسايلو باندي راڅرخي.

د افغان ولسمشر امنيتي سلاکار رنگين دادفر سپنتا تيره ورځ د خپل هيواد ولسي جرگې ته د سند په اړه د معلوماتو ورکولو پر مهال دغه ستراتيژيک سند د افغانستان په گټه وباله.

سپنتا د ځينو گاونډيو هغو انديښنو ته چي ددغه ستراتيژيک سند په اړه ئې لري، په اشاره سره وويل:«له افغانستان څخه به پرهيڅ يوه هيواد هم د بريد تياری نه نيول کيږي.»

يو شمېر هيوادونه په افغانستان کي د امريکا د دايمي پوځي اډو په اړه انديښنه لري او وايي چي امريکا به له دغه چانس څخه د نورو هيوادونو پرضد گټه واخلي.

خو د ولسمشر کرزي امنيتي سلاکار وايي، چي په دغه سند کي، په افغانستان کي د امريکا د پوځي حضور په اړه څه نه دي ويل سوي او دا خبره په دې سند پوري اړه هم نه لري.

«په افغانستان کي د امريکا د پوځي اډو په اړه به ددې سند تر لاسليکولو وروسته خبري پيليږي. د پوځي اډو خبره په دې سند پوري اړه نه لري.»

د کابل او واشنگټن ترمنځ د ستراتيژيک سند پر سر باندي شاوخوا يو نيم کال خبري رواني وې. په دغه سند کي ترټولو جنجالي ټکي له امريکايي ځواکونو څخه د بگرام زندان اخيستل او د شپنيو عملياتو افغاني کېدل ول چي په مياشتو ورباندي بحثونه وسول.

دغه راز افغان ولسمشر حامد کرزي ويلي ول چی ددې سند يوه برخه تر ۲۰۱۴ کال وروسته له افغانستان سره د امريکا د متحده ايالاتو د مرستو معلومول دي، چی څومره مرسته به کوي.خو ويل کيږي چي په دې سند کي د مرسته کولو موضوع نه ده ځای سوې.

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: مسعود جهش