1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

المان د ليبيا د پاڅون کونکو له ملي شورا سره مرستي کوي

۱۳۹۰ تیر ۱۰, جمعه

د ليبيا د انتقالي ملي شورا له مشر، محمود جبريل، څخه د المان په پلازمينه، برلين کي د يو حکومتي استازي په توګه هرکلي وشو. المان له دغي شورا څخه د ليبيا د خلکو د قانوني استازي په توګه ملاتړ کوي

https://p.dw.com/p/11nKU
د آلمان د بهرنيو چارو وزير او د ليبيا د انتقالی ملی شورا مشر
د آلمان د بهرنيو چارو وزير او د ليبيا د انتقالی ملی شورا مشرانځور: dapd

د المان د بهرنيو چارو وزير، ګيدو وستر ويله، له محمود جبريل سره له ليدني کتني څخه وروسته ژمنه وکړه چي المان به دغي شورا ته هغه مرستی چي یو حکومت ورته د خپلو ادارو د چلولو لپاره اړتیا لري چمتو کړي.

د ليبيا انتقالي ملي شورا د نوموړي هيواد له ياغيانو چي د معمر القذافي د رژيم پرضد جنګيږي، استازيتوب کوي.

وسترويله وويل چی په لومړي سر کي مهمه خبره دا ده چي د لبيا د ولس سترو اړتياو ته ځواب ورکړاي شي او آلمان د دي کار لپاره چمتو دي. هغه زیاته کړه:

«مونږ دغو اړتياو ته د ځواب لپاره 15 مليونه ايرو ځانګړي کړي دي. دغه راز نوري پروژي مو هم لاس لاندي نيولي دي، چي د هغو لمن د څښاک د اوبو د چمتو کولو څخه نيولي تر د بريښنا د رسولو پوري رسيږي.»

المان همداراز ژمنه کړي چی د سل ګونو هغو ليبيايانو روغتيايي پالنه هم وکړي چي په رواني جګړي کي له جسمي او روحي لحاظه ټپيان او معلول شوي دي. د دي تر څنګ به المان د هغو لیبیایی محصیلینو سره هم مرسته وکړي چی اوس مهال المان کي په زدکړو بوخت دي.

د المان د بهرنيو چارو وزير د ليبيا د انتقالي شورا مشر ته ژمنه وکړه چي المان به د معمر القدافي پر ضد د نړيوالي محکمي د ګرفتاري د امر د عملي کولو په اړه هم له لازمو سياسي فشارونو څخه کار واخلي.

ویستر ویله یو ځل بیا د لیبیا د خلکو د پاسونونو څخه د خپل هیواد ملاتړ اعلان کړ او وویل چي په لیبیا کی باید یو دیموکرات نظام حاکم وي.

د ليبيا د انتقالي شورا مشر، محمود جبريل، هم د آلمان له دي دريځ څخه هرکلي وکړ. هغه همداراز وویل چی د لیبیا خلک د المان هغه دریځ ته چی نه غواړی د دغه هیواد په خګړی کی پوځي برخه واخلي درناوي کوی.

«مونږ د ليبيا د روان کړکيچ په وړاندي د المان دريځ ته درناوي لرو. مونږ پوهيږو چي ولي المان نه غواړي په وسلوال اخ او ډب کي ګډون وکړي. د مرستو لاري چاري زياتي دي. د المان له بشري مرستو څخه مننه کوو. زمونږ د خلکو لپاره دا ټول اهميت لري.»

د آلمان د بهرنيو چارو وزير وويل چي د ليبيا په کړکيچ کي آلمان ناپلوي نه دي. هغه آن د جون په مياشت کي د ليبيا د پاڅون کونکو ملي شورا د ليبيا د خلکو د قانوني استازي په توګه په رسميت وپيژندله.

ریچارد فوکس/ عبدالباري حکيم
کتونکی: مسعود جهش