1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

المان: د فوټبال له لارې د بهرنیو د ادغام هڅې

۱۳۹۱ شهریور ۲۵, شنبه

ميرکل د دې پوښتنې په ځواب کې چې د ادغام د سياست فلسفه ئې په څه کې ده، وويل: «زه صدراعظمه يم او د يوه داسې کس په توگه په المان کې ژوند کوم، چې زما نيکونه۳۰۰ کاله مخکې په دې هیواد کې نه اوسيدل.»

https://p.dw.com/p/169cK
انځور: picture-alliance/dpa

په حکومت کې د ادغام مسئولې ماريا بويمر، دغه موضوع نوره هم ژوره کړه، او و ئې ويل چې په تيرو کلونو کې دولت د ادغام تر عنوان لاندې ډير کارونه کړي دي:

«د بیلگې په توگه په کوچنيوالي کي د خارجي کوچنيانو د الماني ژبي او کلتور د زده کړې په برخه کې ډير کار کول، بهرنيانو او کډوالو ته په مؤسسو کې د کار زمينه برابرول او د دوی د تحصيلي اسنادو په رسميت پيژندل. اوس موږ غواړو په بهرنيانو او کډوالو کې هم «زموږ احساس» راپيدا سي، چي دغه وطن خپل وبولي.»

په دې لار کې سپورت او په خاص ډول فوټبال تر ټولو ډير خدمت کولای سي. دا ځکه چې په المان کې د ۶۶ هيوادونو فوټبالران فوټبال کوي. دا خبره د المان د فټبال د داخلي قهرمانيو د جام يا «بوندس ليګ» مشر راينهارد راوبال د اګست پر ۱۳مې نیټې د پنجشنبې په ورځ د ادغام د نوو ابتکارونو د معرفي کولو پر وخت د صدارت په ماڼۍ کي وکړه.

راوبال زياته کړه چې دا لږ وخت مخکې بونډس ليګ ته د ادغام يو نوی مسئول هم ورپيژندل سوی دئ.

په المان کې فوټبال په حقيقت کي دومره نړيواله بڼه اخيستې ده، چې د فوټبالرانو د اصليت او وطن موضوع نوره ډير ارزښت نه لري. د ننداره کوونکو له پاره يوازې دا مهمه ده چې څوک ډير ګولونه وهي.

انګلا ميرکل په دغه غونډه کې وويل چي سړی کولای سي چې فوټبال يوازې «زموږ د احساس» په تقويه کولو سره وګټي. او په دې برخه کې د المان ټول اتباع کولای سي چې خپل سهم ادا کړي.

له المان سره به معنوي ملاتړ په راتلونکې اوونی کي تر سره شي. د المان د فوټبال د اولو تيمونو يا اول بونډس ليګ د لوبو پر دريمه ورځ به ټول فټبالران داسې کميسونه پر تن کړي چې ورباندې ليکل سوي به وي «هر يو دې خپل کار سم وکړي». دا به نه يوازې د لوبې ننداره کوونکي، بلکي د تلويزون په ميليونو ليدونکي هم وويني.

د دې له پاره چې دغه لوبه ډير اهميت پيدا کړي، صدراعظمه انګلا ميرکل به د شنبې په ورځ دورتموند ته ولاړه شي او هلته به د بورسيا دورتموند او بايرليورکوزن د لوبډلو تر منځ لوبه له نزدې وگوري. ۲۰ کاله مخکې هم دغه ډول يوعمل د «زما ملگری بهرنۍ دئ تر نامه لاندې» سرته رسيدلی وو.

ميرکل وايي چې د المان حکومت د دوی کوچنيانو او ځوانانو ته جرأت ورکوي او د کار کولو زمينه ورته برابروي. هغه زیاتوي: «زموږ شعار دا دئ چي ته هر څه کولای سې. اصليت، مذهب او د پوست رنګ اهميت نه لري.»

له همدې کبله فوټبال کولای سي چې د بهرنيانو او کډوالو د مدغميدو په لار کې پر یوې ښې محرکې قوې باندې باندې بدله سي.

الکساندر/محمد قاسم نوري
کتونکی: مسعود جهش