1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

المان د خپلو افغان کارکوونکو په اړه انديښنه لري

۱۳۹۱ اردیبهشت ۲۰, چهارشنبه

د يوې ورځپاڼي په حواله المان غواړي تر ۲۰۱۴ کال وروسته د خپلو هغو افغانو کارکوونکو ژوند خوندي وساتي چي په دې موده کي ئې په افغانستان کي له الماني ځواکونو سره کار کړی دئ.

https://p.dw.com/p/14s4w
انځور: picture alliance / JOKER

د شتوتگارتر ناخريشتن په نامه ورځپاڼي نن (۲۰۱۲ کال د می ۹) ليکي چي له افغانستان څخه په ۲۰۱۴ کال کي د الماني سرتيرو د وتلو په پام کي نيولو سره د دغه هيواد حکومت  اوس په دې هکله فکر کوي چي د افغانستان په دننه کي له خپل افغان کارکوونکو سره څه وکړي.

د نوموړي ورځپاڼي د رپوټ له مخي ښايي په سوونو دغه افغانان المان ته راوستل شي، ځکه د هغوی ډيری د طالب ياغيانو د غچ اخيستونکو حملو څخه ويره لري.

د المان د کورنيو چارو وزارت یوه وياند، شتوت گارتر ناخريشتن ورځپاني ته وويل: «پر دغي موضوع باندي د المان د مختلفو وزارتونو تر منځ بحث روان دئ. خو تر اوسه پوري هغوی دې ته يو گډ ځواب نه دئ موندلی.»

د ورځپاڼي د رپوټ له مخي، د دفاع وزارت د دې نظر پلوي کوي چي، خپل څه نا څه هغه ۱۵۰۰ افغان کار کوونکي المان ته را وغواړي چي رښتيا هم تر ۲۰۱۴ کال وروسته د هغوی ژوند په خپل هيواد کي له خطر سره مخامخ کيږي.

د دفاع د وزير توماس ديميزير يوه وياند ورځپاڼي ته ويلي دي: «خو زموږ هدف دا نه دئ چي خپل ټول افغان کارکوونکي المان ته را وغواړو.»

د شتوتگارتر ناخريشتن د ورځپاڼي په رپوټ کي يادونه سوې ده چي په اوسني وخت کي د افغانستان په شمال کي، چي امنيتي ماموريت ئې د المانانو پر غاړه دئ د ۱۶۰۰ تر ۳۰۰۰ پوري افغانان د المان د دفاع، کورنيو او بهرنيو چارو او د اقتصادي مرستو د همکاريو د وزارتونو له پاره په خدمت بوخت دي.

دا هم تر اوسه پوري معلومه نه ده چي د دغو افغان کارکوونکو د کورنيو برخه ليک څرنگه کيږي، ځکه ښايي هغوی هم له خطرونو سره مخامخ وي او يا سي.

دغه راز دې پوښتني ته هم بايد جواب پيدا سي چي ايا دغه افغان کارکوونکي چي المان ته  ښايي راوستل سي، په المان کي هم د دغه هيواد د حکومتي ادارو له پاره به په کار وگومارل سي که نه.

المان او د نړيوالي ټولني نورهيوادونه له افغان حکومت سره د يوې هوکړي له مخي د  ۲۰۱۴ کال تر پايه پوري خپل ټول جنگي سرتيري له افغانستان څخه را وباسي. خو په عين وخت کي ډيرو هيوادونو له افغانستان سره د همکارۍ نوي تړونونه لاس ليک کړي دي او په پلان کي ده چي المان به ئې هم ور سره لاسليک کړي.

اژانسونه/ عبدالباري حکيم
کتونکی: نجيب الله زيارمل