1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

المان: د تره گرۍ په تور دوه کسان توقيف سول

۱۳۹۰ شهریور ۱۹, شنبه

د برلين د محکمې وياند رابرټ بوی مل ويلي دي چي د هغو دوؤ کسانو د حبس امر سوی دی چي د تره گرۍ په تور په برلين کي نيول سوي ول.

https://p.dw.com/p/12Wcq
الماني پوليسو په تيرو لسو کلنو کي د 8 بريدونو مخه نيولې ده
الماني پوليسو په تيرو لسو کلنو کي د 8 بريدونو مخه نيولې دهانځور: dapd

د المان په برلين ښار کي دوه کسان د پوليسو لخوا پدې تور نيول سوي ول چي منع کېمياوي توکي يې تر لاسه کړي ول. امنيتي چارواکو ويلي دي چي په نيول سوؤ کسانو کي يو24 کلن لبنان الاصله المانی دی او دويم کس د غزې سره تړاو لري او عمر يې 28 کاله دی.

پداسي حال کي چي د المان قانون له مخي يوازي يوه محکمه د يو چا د بندي کولو حکم ورکولای سي نو د برلين پوليسو د جمعې په ورځ د گرفتارۍ و قاضي ته د نيول سوؤ کسانو د بندي کولو غوښتنليک وړاندي کړی. د حبس يا گرفتارۍ قاضي هم د پوليسو د غوښتنليک مثبت جواب ووايه. د حبس د امر صادرؤنکي محکمې وياند رابرټ بوی مل و رسنيو ته وويل:

« د بم جوړونه نده ثابته سوې او نه هم محکمې پدې هکله کومه پرېکړه کړې ده. د گرفتارۍ قاضي صرف دا فيصله اورولې ده چي د قانون د 89 اې مادې له مخه تورن کسان بايد توقيف کړل سي.»

د المان د جنايي قانون د 89 اې مادې له مخي هر هغه څوک چي د داسي يو تاوتريخوالي ډک کار لپاره چمتو والی نيسي چي دولت ته زيان ورسوي، پر هغه د 6 مياشتو او لسو کالو تر منځ د بند سزا راوتلای سي. پر نيول سوؤ کسانو همدغه تور لگول سوی چي دوی د يوه تره گر بريد لپاره مواد لاس ته راوړي ول. خو پدې هکله بشپړه معلومات لا تر اوسه ندي په ډاگه سي.

پوليسو ويلي دي چي داسي شواهد يې هم تر اوسه ندي تر لاسه کړي چي گواکي تورن سوؤ کسانو چيري او څه ډول بريدونه پلان کړي ول. حتی تر اوسه دا هم نده څرگنده چي ايا تورن سوؤ کسانو په رښتيا هم د بريدونه پام درلودی که څنگه. پوليسو هغه اټکلونه هم ندي تائيد کړي چي ښايي دغو دوؤ کسانو د سپتمبر د يولسمې د لسمي کليزي په ورځ کوم بريدونه په پام کي لرل.

دا چي د گرفتارۍ قاضي د کومو دلايلو له مخي د نيول سوؤ کسانو د توقيف حکم ورکړی دی، د محکمې ویاند پدې هکله وويل چي داسي وېره موجوده وه چي دغه دوه کسان ونه تښتيږي:

« د تورنو کسانو د تېښتي بېره پدې دلايلو موجوده وه ولي چي که دغه تورونه رشتيا ثابت سي نو دوی د سختې سزا سره مخامخ کېدلای سي. د دې تر څنگ داسي معلومات سته چي تورنو کسانو په ناسمو پاسپورټونو د هيوادونو تر پولو اوښتي ول.»

په عيني حال کي په المان کي د جنايت ضد ادارې بُنډس کريمينال امټ مشر يورگ څيرکه ويلي دي چي داسي معلومات ندي موجوده چي د سپتامبر د يولسمې د کليزي پر وخت دي په المان کي تره گر بریدونه پلان سوي وي. نوموړي زياته کړې ده چي د دې مانا دا هم نده چي په المان کي د تره گرو بريدونه گواښ له منځه تللی دی.

په 2001 مېلادي کال کي پر نيويارک او واشنگټن د ترهگرو بريدونو وروسته الماني چارواکو په المان کي د 8 تره گرو بريدونو مخه نيولې ده.

آژانسونه/ احمدولي اڅکزی
کتونکی: مسعود جهش