1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

المان او فرانسه د لومړي ځای پر سر لوبه کوي

۱۳۹۰ تیر ۱۴, سه‌شنبه

د ښځینه فټبال د جام د سیالیو په ترڅ کي به نن بیا هم دوه لوبي تر سره شي. لومړۍ لوبه به د المان او فرانسي ترمنځ وي او دویمه به د کانادا او نایجیریا لوبډلی ترسره کړي. دواړه لوبي د نړیوال جام له مهمو لوبو څخه شمیرل کیږي

https://p.dw.com/p/11pQs
د المان او فرانسی لوبه مهمه ده
د المان او فرانسی لوبه مهمه دهانځور: picture alliance/augenklick

د ښځینه فټبال نړیوالي سیالي په المان کي تر سره کیږي چي دغي خبري د المانۍ لوبډلي څخه امیدواري ډیري کړي او ډیري المانیان غواړي چي هیواد یي د دغو لوبو بریالۍ لوبډله شي.

المان تر اوسه دوه لوبي تر سره کړي چي په دواړو کي بریالۍ شوي او له همدي کبله یي د نړیوال جام په اتو غوره تیمونو کي ځای نیولی.

المان خپله لومړي لوبه د نایجیریا سره تر سره کړه په کوم کي چي د یوه ګول په وهلو سره بریالۍ شوه.

د دغي لوبډلي دویمه لوبه د کانادا سره وه. المان دغه لوبه د دوه ګولونو په وهلو سره په بریالیتوب پای ته ورسوله خو المانۍ لوبډلي په دغي لوبي کی یو ګول وخوړ.

د فرانسي لوبډله چي په راتلونکي لوبي کي به د المان حریفه وي، هم په روان نړیوال جام کی ښه ځلیدلي.

دغی لوبډلی خپلي دواړه لوبي په ډیرو ښو پایلو سره ګټلي دي. فرانسي خپله لومړي لوبه چي د نایجیریا په وړاندي وه د یوه ګول په وهلو سره وګټله او په خپلي دویمي لوبي کي هم چي د کانادا په وړاندي وه د څلورو ګولونو په وهلو سره بریالی شوه.

د دواړو لوبډلو لوبه به د «ای» ډلي د لومړي ځای د تر لاسه کولو په موخه وي. هره یوه لوبډله چی په دغي لوبي کي بریالۍ شي، نو ډیر چانس شته چی په خپلو راتلونکو لوبو کي به د ضعیفه ټیمونو سره برابره شي.

د کانادا او نایجیریا لوبه که هر څه پایله ولري، دغه دواړه ټیمونه نه شي کولای چي د نړیوالو لوبو اتو غوره ټیمونو ته لاره پیدا کړي خو دغه لوبه ځکه اهمیت لري چي بریالی ټیم به له روان جام څخه د یوی بریا په درلوده سره ووزی.


اژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل